د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

چانګ اون: شمالي کوریا راتلونکې میاشت د المپیک په لوبو کې ګډون کوي


د شمالي کوریا د نړیوال المپیک کمېټې ویلي چې دغه هېواد به ښایي راتلونکې میاشت د المپیک په ژمنیو لوبو کې ګډون وکړي.

دا خبره د جاپان کیودو خبري اژانس د شمالي کوریا د نړیوال المپیک کمېټې د استازي چانګ اون له قوله کړې چې د پیکنګ په نړیوال هوایي ډګر کې یې خبریالانو ته کړې ده.

شمالي او جنوبي کوریا د جنورۍ پر پنځمه موافقه وکړه چې راتلونکې اوونۍ په دغو المپیک لوبو کې د شمالي کوریا د ګډون پر احتمال په لوړه سطحه خبرې وکړې.

ټاکل شوې دغه ژمنۍ المپیک لوبې د فبرورۍ له نهمې تر ۲۵ نېټې د جنوبي کوریا په پیونګ چانګ کې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG