د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳۱ وری ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۲۹

شمالي کوریا او جنوبي کوریا له مودو وروسته رسمي خبرې کوي


شمالي کوریا او جنوبي کوریا له څه باندې دوو کلونو وروسته نن سې شنبه د لومړي ځل لپاره رسمي خبرې اترې کوي.

دواړو خواوو خوشبیني ښودلې ده چې د دې خبرو په نتیجه کې به د شمالي کوریا د سپورټي څانګو لوبغاړي په ژمني المپیک کې چې په فبرورۍ میاشت کې په جنوبي کوریا کې ترسره کېږې، ګډون وکړي.

که څه هم د دې خبرو اجنډا د سپورټ پر موضوع مشخصه شوې ده، خو د نړۍ مشران‌یې په دقت سره څاري او غواړي پوه شي چې په تېر یوه کال کې د شمالي کوریا د اټمي پروګرام د پراختیا په اړه له اندېښنو سره سره ایا د کوریا په ټاپووزمه کې د کړکېچ د کمېدو کومې نښې نېښانې شته که نه؟

د شمالي کوریا د پلاوي مشر ري سان ګوان وویل چې هېواد یې له یو جدي او خالصانه دریځ سره او په دې نیت چې جنوبې کوریا ته به د نوي کال ډالۍ ورکوي، په دې خبرو کې ګډون کوي.

د جنوبي کوریا په حکومت کې د اتحاد وزیر چو میونګ ګیون وویل، دی په دې باور دی چې د ښو اړیکو د جوړولو په مقصد لومړی ګام نیمايي سفر دی.

XS
SM
MD
LG