د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۹

۱۳ بې‌پیلوټه الوتکو په سوريه کې د روسیې پر دوو هوايي اډو حملې کړي


روسيه وايي، د سوريې په لوېديځ کې د دوی پر بحري تأسيساتو او هوايي اډې ۱۳ بې‌پيلوټه الوتکو حملې کړې دي.

د روسیې دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۸» وويل چې په سوريه کې پر حمیمیم او طرطوس هوايي اډو ۱۳ بې‌پيلوټه الوتکو حملې کړي، خو د حملو په نتيجه کې کوم ځاني او مالي زیان نه‎دی اوښتی.

د روسیې دفاع وزارت اعلاميه زیاتوي چې روسي ځواکونو وکړای شول د حملې پر مهال د ځينو بې‌پيلوټه الوتکو کنټرول د زګنالونو له لارې تر لاسه کړي.

امریکا بيا په سوریه کې د یو شمېر ياغي ډلو ملاتړ کوي.

اعلاميه زیاتوي چې نورې بې‌پيلوټه الوتکې د «S-1» الوتکو ضد ميزايلو سیستم په واسطه له‎منځه وړل شوې دي.

د حمیمیم هوايي اډه
د حمیمیم هوايي اډه

د اسوشیټېډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې په همدې حال کې د جنورۍ په اتمه نېټه بریتانيا مېشتې د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې وویل چې دا حملې د اسلام‌پالو ياغيانو يوې ډلې کړې وې.

دا ډله په لاذقیه ولایت کې فعالیت لري او حميمم هوايي اډه هم په همدې ولايت کې ده.

روسیه او ايران دواړه د سوريې په جګړه کې د ياغيانو پر وړاندې د بشار الاسد د حکومت ملاتړ کوي، خو امریکا بيا په سوریه کې د یو شمېر ياغي ډلو ملاتړ کوي.

د ايران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظريف د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۸» په تهران کې یوه نړیوال امنيتي کنفرانس ته په خبرو کې وويل:

"امریکا په منځني ختيځ کې حقیقتونه له پامه غورځوي. په سوریه کې خپل حضور ته په دوام ورکولو سره دغه هېواد پر خپلو زيانمنونکو او وضعيت ترینګلي کوونکو پالېسيو ټينګار کوي."

د ايران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظريف
د ايران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظريف

د سوريې په کورنۍ جګړه کې سلګونه زره کسان وژل شوي او میلیونونه نور خپلو کورو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د جنورۍ په اتمه نېټه د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې وويل چې په ادلب ولایت کې د روسیې په هوايي بمباریو او د سوريې د حکومت د حملو په نتيجه کې حکومتي ځواکونه توانېدلي چې ۱۴ کلي ونيسي.

د دې ادارې په وينا، په دغو حملو کې لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي دي.

د سوريې پر هوايي اډه د امریکا د توماهاک کروز ميزايلو حمله
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:32 0:00

ادلب د سوريې يوازنی ولایت دی چې په بشپړه توګه د حکومت ضد ځواکونو تر کنټرول لاندې دی او په دغو ځواکونو کې د هیئت تحريرالشام په نوم د اسلامي سخت دريځو اکثريت دی.

امریکا په منځني ختيځ کې حقیقتونه له پامه غورځوي.

د ولايت مرکز چې هغه هم ادلب نومېږي، د جنورۍ په اوومه نېټه د خونړۍ چاودنې شاهد وو.

دا چاودنه د اجند القوقاز په نوم د اسلامي سخت دريځې ډلې پر مرکز وشوه.

د دې ډلې جنګيالي د قفقاز سيمې او روسیې وګړي دي.

په دې حمله کې لږ تر لږه ۲۵ کسان ووژل شول، خو تر اوسه‌یې چا مسؤليت نه‎دی منلی.

د ۲۰۱۵ میلادي کال په سپټمبر مياشت کې مسکو په سوریه کې د هوايي بريدونو کمپاين پيل کړ او له هغه راهیسې د روسیې ۴۰ نظاميان په سوریه کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG