د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

پوځي ائتلاف: د اسد رژیم تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې داعش ته د ګرځېدو اجازه ورکړې


د امریکا په مشرۍ ائتلاف چې په سوریه کې د داعش پر ضد جنګېږي ویلي، د بشار الاسد رژیم د داعش وسله‎والو ته تر خپلې واکمنۍ لاندې سیمو کې د ازاد حرکت اجازه ورکړې ده.

ائتلاف او د سوریې حکومت ادعا لري چې د داعش وسله‎وال‌یې تر ډېره حده له سوریې ایستلي او د هغوی فعالیت‌یې محدود کړی دی.

داعش یو وخت د سوريې پر شمالي او ختیځو سیمو واکمني درلوده.

د بریتانیې د پوځ یوه جنرال فیلکس ګيډني چې د داعش پر ضد د امریکا په مشرۍ د ائتلاف د قواوو په چوکاټ کې فعالیت کوي ويلي:

"داسې برېښي چې د داعش غړي په هغو سیمو کې چې د بشار الاسد د حکومت تر واکمنۍ لاندې دي، ازاد ګرځي."

تورن جنرال فیلکس ویلي، داسې څرګندېږي چې د بشار الاسد رژیم نه‌غواړي یا نه‎دی توانېدلی چې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې داعش ته ماته ورکړي.

خو تورن جنرال فیلکس ویلي، د داعش پر وسله‎والو به هوايي حملې ونه‎کړي، حتی که هغوی د سوريې د رژيم تر واک لاندې سیمو کې ولیدل شي.

دې بریتانوي جنرال ویلي چې په هغو سیمو کې د داعش د له‎منځه وړلو لپاره به د سوریې پر رژیم او د هغوی پر متحدې روسیه اتکا کوي.

ائتلاف وايي داعش ډله د بشار الاسد د رژیم تر کنټرول لاندې سیمو کې ازاد ګرځي.

د امریکا په مشرۍ ائتلاف اټکل کوي چې د داعش ۱۰۰۰ وسله‎وال لا هم په عراق او سوریه کې پاتې دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

په همدې حال کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې د "سوریې ولسمشر بشارالاسد ترورېست دی" او څو چې هغه له واکه لیرې نه‎شي، د سوريې د سولې له خبرو سره مرسته امکان نه‎لري.

اردوغان د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۶» د تونس له ولسمشر محمد باجي قائد سبسي سره تر کتنې وروسته پر بشار الاسد تور پورې کړ چې په "دولتي ترورېزم" یې لاس پورې کړی او د "سوریې لږ تر لږه یو میلیون وګړي" یې وژلي دي.

خو د بشار الاسد رژیم پر ترکیه تور لګوي چې د هغوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه او د ترورېستي ډلو ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG