د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

جانسن: د مسکو او لندن د اړیکو د پرمختګ لارې باید وموندل شي


د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر په مسکو کې دی، څو د نړیوال امنیت او نورو مسایلو په برخو کې د روسیې او بریتانیا ترمنځ د همکارۍ پر پیاوړي کېدو خبرې وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن په مسکو کې له خپل بریتانوي سیال بوریس جانس سره تر کتنې وروسته په ګډه خبري غونډه کې وویل، هېواد یې چمتو دی چې له بریتانیا سره د انډول شرایطو پر بنسټ خبرې وکړي.

ښاغلي لاوروف وویل، مسکو چمتو دی چې د ډېرو مسایلو په اړه د مساواتو د اصل او د یو بل ګټو ته د درناوي پر بنسټ له لندن سره خبرې پیل کړي.

د بریتانیا او روسیې اړیکې ډېر ساړه دي.

په ګډه خبري غونډه کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د مسکو او لندن د اړیکو د پرمختګ لارې باید وموندل شي.

جانسن له خپل روسي سیال سره د خبرو په پیل کې وویل، ډېره مهمه دا ده چې د ستونزو په اړه سپینې خبرې وشي او دا حقیقت ومنل شي چې اوس مهال د روسیې او مسکو په اړیکو کې اصلي خنډونه همدا دي او زیاته یې کړه، دواړه هېوادونه باید پرې نه‎ږدي چې د دوی اړیکې د دې خنډونو په وسیله تعریف شي.

لاوروف هم یادونه وکړه چې د دواړو هېوادونو اړیکې ډیر ساړه دي او ویې ویل، که څه هم بریتانیا او نور لویدیځ هېوادونه د روسیې په اړه په څرګنده شکایتونه کوي خو روسیه بیا غوره ګڼي چې د دوه

اړخېزو اندېښنو په اړوند نه د مایکروفونونو له لارې، بلکې مخامخ خبرې وشي.

لاوروف: د بریتانیا او روسیې اړیکې ډېر ساړه دي.
لاوروف: د بریتانیا او روسیې اړیکې ډېر ساړه دي.

جانسن له اختلافونو سره-سره ټینګار وکړ چې دواړه هېوادونه باید د ایران د اټمي موافقې د پرځای ساتلو، د شمالي کوریا د اټمي وسلو او بالسټیک توغندیو د پروګرامونو له کبله د پېښو خطرونو د مخنیوي او په سوریه کې د سولې د ټینګښت په څېر د نړیوالو کړکېچونو په حل کې له یو بل سره همکاري وکړي.

بوریس جانسن په تېرو پنځو کلونو کې د بریتانیا د بهرنیو چارو لومړی وزیر دی چې روسیې ته سفر کوي او دا د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د ګڼ شمېر مسایلو پرسر سخت کړکېچ ښيي.

په دې مسایلو کې یوه په ۲۰۰۶ کال کې د روسیې د استخباراتو د پخواني ایجنټ آلکساندر لیتوینینکو "Alexander Litvinenko" مړینه ده چې د زهرو په وسیله وژل شوی او بله د اوکراین په بحران کې د روسیې ونډه ده.

XS
SM
MD
LG