د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۱ سلواغه ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۵۰

روسیه وايي په سوریه کې یې ۲ سرتېري وژل شوي


د روسيې د دفاع وزارت وايي، د دې هېواد دوه سرتېري په سوریه کې د هاوان په یوه برید کې وژل شوي دي.

دفاع وزارت وايي، دا سرتېري د نوي میلادي کال په ورځ د وسله‌والو د یوې ډلې له‌خوا پر روسۍ پوځي اډه چې د سوريې په لاذقیه ولایت کې موقعیت لري، په برید کې وژل شوي دي.

روسیه د سوريې په روانه کورنۍ جګړه کې د بشار اسد له رژیم څخه پوځي ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG