د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۵

د هاګ محکمې په ځانګړې پاڼه کې د جنګي جرمونو د ثبتولو لپاره له افغانانو غوښتنه!


په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې له افغانانو غوښتي دي چې د جنګي او بشري ضد جرمونو پېښې د جنوري تر ۳۱مې نېټې د دوی په وېب‎سایټ کې په پښتو، دري یا انګلیسي ژبو ثبت کړي.

د دې پاڼې ادرس د ازادي راډيو په وېب‎پاڼه کې د همدې راپور د متن په پای کې له تاسو سره شریکوو.

د جرمونو نړیوالې محکمې له افغانانو غوښتي دي چې له دوی سره د شوي تیریو لپاره ځانګړې پاڼه ډکه کړي.

دغې نړیوالې محکمې د دې پاڼې د ډکېدو لپاره د جنوري تر ۳۱مې پورې وخت ټاکلی، څو خلک خپل شکایتونه د انټرنټ له لارې په دري، پښتو یا انګلیسي ژبو د هالنډ دغې محکمې ته واستوي.

هاګ محکمه وايي افغانان دې له دوی سره د شوي تېریو لپاره زموږ پاڼه ډکه کړي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ازادي راډیو ته وویل چې دوی په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند محمد بلال صدیقي وايي:

"لومړی خو کمېسیون د جرمونو د نړیوالې محکمې د دې اقدام هرکلی کوي. که زموږ له کمېسیونه په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وشي، موږ به د سندونو د ورسپارلو په برخه کې همکاري وکړو. موږ ته یو شمېر قربانیان په دې برخه کې راځي، نو کولای شو چې مرسته وکړو."

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند محمد بلال صدیقي
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند محمد بلال صدیقي

ښاغلي صدیقي زیاته کړه چې د جنوري تر ۳۱مې پورې لنډه موده ده باید هڅې زیاتې شي او په دې ترڅ کې د دوی کمېسیون د افغانستان له دولت سره هم په تماس کې دی.

دی وايي:

"په ورته وخت کې له دولت سره په خبرو بوخت یوو چې دولت په افغانستان کې د دې بنسټ د کار هڅو ته زمینه برابره کړي، ترڅو په دې برخه کې هر اړخیز کار وکړي."

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون تر څنګ یو شمېر نورې مؤسسې دې ته چمتو شوې دي چې له هاګ محکمې سره همکاري وکړي.

په بلجیم کې د بشري حقونو د خپلواک نړیوال کمېسیون رئیس عنایت رسولي ازادي راډیو ته وویل:

"موږ داسې دوسیې چمتو کړې دي چې وخت‌یې نه‌شم ویلی چې کله‌یې هغوی ته سپارلی شو، خو موږ پرې کار کوو. یو شمېر شکایتونه چې شته او موږ ته رارسیدلي دي په څو میاشتو کې به‌یې د خپل سازمان له لارې نړیوالې محکمې ته وسپارو چې تعقیب شي."

په بلجیم کې د بشري حقونو خپلواک نړیوال کمېسیون تر ډېره هغه دوسیې په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې ته سپاري چې افغان کډوالو له دوی سره شریکې کړې دي.

د جرمونو نړیواله محکمه غواړي په افغانستان کې د ۲۰۰۳ میلادي کال د مې له لومړۍ نېټې راوروسته د جنګي جرمونو او بشري ضد جرمونو دوسیې وڅېړي.

  • د جنګي او بشري ضد جرمونو د ثبت لپاره د جرمونو نړیوالې محکمې دا پته د افغانانو لپاره اعلان کړې ده:

VPRS.representations@icc-cpi.int

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG