د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۰۲

د سوډان ولسمشر چې په ډله ییزه وژنه تورن دی د ریاض غونډه کې ګډون کوي

د سوډان ولسمشر عمر البشیر چې په ډله ییزه وژنه تورن دی د سعودي د پایتخت ریاض په راتلونکې سرمشریزه کې چې د امریکا ولسمشر په کې برخه اخلي، ګډون کوي.

د سوډان د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبه په ورځ په جنیوا کې خبریالانو ته وویل ولسمشر عمر البشیر به د جمعې په ورځ سعودي عرسبتان ته لاړ شي او په هغې غونډه کې به برخه واخلي چې د امریکا ولسمشر په کې ګډون کوي.

ابراهیم الغندور وویل، سوډان غواړي چې له متحده ایالاتو سره خپلې اړیکې نورماله کړي.

خو خرطوم کې د امریکا سفارت ویلي چې دا لېرې خبره ده چې ولسمشر ټرمپ به له بشیر سره وویني، ځکه واشنګټن د هغه چا له سفر ملاتړ نه کوي او نه ورته بلنه او اسانتیاوې ورکوي چې تر عدلي تعقیب لاندې وي.

سره له دې چې د هاګ د جرمونو نړیوالې محکمې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د سوډان د ولسمشر عمرالبشیر د نیولو حکم ورکړی خو نوموړی پر له‎پسې نړیوال سفرونه کوي.

بشیر چې په ۱۹۸۹ میلادي کال کې د اسلام‎پالو د یوې کودتا په نتیجه کې واک ته ورسېد، د سوډان د شمال دارفور سیمې د جګړې په تړاو چې لسګونه زره کسان په کې ووژل شول، په جنګي جنایتونو، بشر ضد جرمونو او ډله ییزه وژنو تورن دی.

د سوډان ولسمشر پر ځان لګیدلي تورونه رد کړي او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر وايي، د هاګ محکمه د سیاسي وسیله په توګه استعمالېږي.

ابراهیم الغندور وايي، د هاګ د جرمونو نړیواله محکمه د سپین پوستو له‎خوا د افریقایانو د تورنولو په هدف جوړه شوې ده.

الغندور: د هاګ محکمه د سیاسي وسیله په توګه استعمالېږي
الغندور: د هاګ محکمه د سیاسي وسیله په توګه استعمالېږي

بل لورته د هاګ د محکمې څارنوال امافاتو بن سوده له ټولو هېوادونو غوښتي چې د سوډان د ولسمشرپه نیولو کې ورسره همکاري وکړي.

دې محکمې د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا هم غوښتي چې په دې برخه کې ګامونه واخلي.

ټاکل شوې ده چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې اوونی په پای کې سعودي عربستان ته لاړ شي، نوموړی به له اسرائیل هم کتنه وکړي او بیا به روم او بروکسل ته وخوځېږي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG