د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۰

حاجي داود: د «هاګ» محکمې څېړنې به د جګړې ښکېلو لورو ته یو پیغام وي


د افغانستان د سولې د عالي شورا یو شمېر غړي په دې باور دي چې که په هاګ کې د جرمونو نړیواله محکمه په افغانستان کې د جګړې د ښکېلو خواوو له‌خوا د ترسره شويو جنګي جرمونو د ادعاوو په اړه رسمي څېړنه پیل کړي، دا به په دې هېواد کې له طالبانو سره د سولې پر بهیر کوم اغېز ونه‌کړي.

خو د سیاسي چارو کارپوه حاجي سید داود بیا په دې نظر دی چې که یوه نړیواله مهمه محکمه دغسې یوه څېړنه پیل کړي، دا به وسله‌والو طالبانو او د جګړې نورو لورو ته یو ښکاره پیغام ورکړي چې یوه مرجع شته چې د بشریت ضد اعمالو پوښتنه او ګروېږنه‌یې کوي.

دغه څرګندونې حاجي سید داود له نوریاس نوري سره د مرکې په پیل کې کړې دي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:54 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG