د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

محمودي: د«ICC» څېړنې د ځواب ویلو او د معافیت فرهنګ ختمولو لپاره مهمې دي


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسون وايي، د جرمونو د نړیوالې محکمې لخوا په افغانستان کې د جنګي جرمونو د ادعا څېړل مهم دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دې باور دی چې که د جرمونو نړیواله محکمه په افغانستان کې د جنګي جرمونو د ادعاو په اړه تحقیقات وکړي نو دا به د ځواب ورکولو لپاره زمینه برابره او د معافیت کلتور ختم کړي.

د بشري حقونو د کمېسیون اجرائیوي مشر محمد موسی محمودي د جمعې په ورځ«۱۳۹۶کال لړم۱۲» ازادي راډیو ته وویل، د جرمونو نړیواله محکمه هغه مهال د دې محکمې په کوم غړي هېواد کې تحقیقات او څېړنه کوي چې هلته ډېر جدي جرمونه شوي وي.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه اقدامات چې د جرمونو نړیواله محکمه يې په افغانستان کې کوي، د ځواب ویلو او معافیت د کلتور د خاتمې لپاره مهم دي، له بده مرغه په افغانستان کې د جرمونو شاهدان یوو، داعش او طالبان په ورځني ډول بشریت ضد او جنګي جرمونه کوي، نو دې ته په پام د جرمونو د نړیوالې محکمې حضور او یا لېوالتیا کولی شي لږ تر لږه مخنیوی وکړي، دا د هغو کسانو او طراحانو پر ضد اقداماتو کې مرسته کولی شي چې په دې جرمونو کې لاس لري."

د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوالې فاتو بنسودا د جمعې په ورځ په افغانستان کې د جنګي جرمونو د ادعاو د څېړولو غوښتنه وکړه.

فاتو بنسودا
فاتو بنسودا

هغې وویل که غوښتنه يې ومنل شي، نو د جنګي جرمونو د هغو ادعاو په اړه به تحقیق وکړي چې د ۲۰۰۳ مېلادي کال د مې میاشت له لومړۍ نېټې راپدېخوا په افغانستان کې شوي دي.

په همدې حال کې د حقوقي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، لومړی باید په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لارې چارې وموندل شي تر څو د جنګي جرمونو د ادعاو د څېړلو لپاره زمینه برابره شي.

عبد الشکور یو له دې کارپوهانو څخه ازادي راډيو ته وویل:

"د تحقیق لپاره باید ارامه فضا او زمینه برابره شي، اوس خو جنګ دی هره ورځ دا ملت قرباني ورکوي، هره ورځ اقتصادي تخریبات کېږي، ښه به دا وي چې نړیوال، ملګري ملتونه، د جرمونو نړیواله محکمه او نړیوال دوستان مو دلته د جنګ د ختمولو او د سولې لپاره کار وکړي، بیا دا جنګ معرفي شي او له هغې وروسته د جګړې د معیارو له مخې سرغړونکي محاکمې ته راښکېل شي."

جمهوري ریاست تر دې دمه په افغانستان کې د جنګي جرمونو د ادعاو د څېړلو په اړه د هاګ د محکمې د غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي.

افغانستان په ۲۰۰۳ مېلادي کال کې د جرمونو د نړیوالې محکمې غړی شو نو همدې ته په پام دا محکمه د هغو جنګي جرمونو د ادعاو په اړه تحقیق نه کوي چې له دې نېټې وړاندې په افغانستان کې شوي دي.

XS
SM
MD
LG