د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

د «ICC» څارنواله په افغانستان کې د جنګي جرایمو د څېړنې غوښتونکې شول


د جنګي جرایمو د نړیوالې محکمې څارنوالان وايي چې غواړي په افغانستان کې د شویو جنګي جرایمو په اړه څېړنې پیل کړي.

د جنګي جرمونو د نړیوالې محکمې لویې څارنوالې نن وویل چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه د بشپړ تحقیق لپاره به د جرمونو د نړیوالې محکمې له قاضیانو څخه اجازه واخلي.

د جرمونو د نړیوالې محکمې لویې څارنوالې فاتو بنسودا Fatou Bensouda نن په یوه بیان کې وویل چې په دې اړه د عدلي قضايي تحقیاتو د پیلولو غوښتنه کوي.

مېرمن بنسودا ویلي، له لسیزو راهیسي د افغانستان خلک د جګړې په اور کې سوځي او دا د وضعیت له لومړنۍ بشپړې او دقیقې څېړنې وروسته، دې پایلې ته رسېدلې چې د څېړنې د پیل له پاره د روم له تړون سره سم ټول حقوقي معیارونه پوره شوي.

د دې په وینا د دې خبرې د منلو لپاره کافي دلایل شته چې د افغانستان په جګړه کې بشري جنایات پیښ شوي دي:

فاتو بنسودا
فاتو بنسودا

"زه خپل غوښتنلیک د حقوقي اجازې لپاره وړاندې کوم او وایم، د دې خبرې د منلو لپاره معقول دلایل شته چې د افغانستان په جګړه کې جنګي جرایم او د بشريت ضد جرایم پیښ شوي دي."

مېرمن بنسودا ویلي دي چې د دوی تحقیقات به پر هغو جنګي جرمونو متمرکز وي چې د ۲۰۰۳ کال له مې میاشتې په راوروسته موده کې د افغانستان په قلمرو کې شوي دي.

د جرمونو د نړیوالې محکمې لویې څارنوالې په خپل بیان کې یادونه کړې چې د دوی په څېړنو کې به د ۲۰۰۳ کال له مې میاشتې مخکې جنګي جنایات نه وي شامل.

فاتو بنسودا وايي، د دې دفتر به د هغو ادعاوو پر بنسټ چې خلک یې په وسله والو نښتو کې پر ښکېلو اړخونو کوي د خپل ماموریت او امکاناتو په چوکاټ کې اجراآت وکړي.

XS
SM
MD
LG