د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

سمر: نړيواله جزايي محکمه له ۲۰۰۳ وروسته جنګي جرمونه څېړي


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له حکومت څخه غواړي چې نړیوالې جزایي محکمې ته دې، په هېواد کې د جنګي جرایمو د څېړلو زمینه برابره کړي.

دغه کمېسیون وايي، افغان حکومت مکلف دی چې نړیوالې جزایي محکمې ته په افغانستان کې د جنګي جرایمو د څېړنې زمینه برابره کړي.

د دغه کمېسیون مشره سیما سمر پر دې خبرې له ټینګار سره چې افغانستان د دې محکمې غړی دی او مکلف دی چې په دې اړه اقدام وکړي وایي، نړیواله جزایي محکمه غواړي په افغانستان کې له ۲۰۰۳ کال څخه را په دې خوا شوي جنګي جنایتونه وڅېړي، خو حکومت باید اجازه ورکړي.

مېرمن سمر دا خبره د شنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې د ازادي رادیو د پوښتنې په ځواب کې وکړه.

نوموړې وویل، افغانستان په دوه زره درېیم میلادی کال کې د نړیوالې جزایي محکمې غړیتوب حاصل کړی او دغه محکمه لېواله ده چې د عدالت د تأمین په هدف جنګي جرایم وڅېړي.

سمر: په جزايي محکمه کې د غړیتوب له امله مکلف یو چې دغې محکمې ته زمینه برابره کړو.
سمر: په جزايي محکمه کې د غړیتوب له امله مکلف یو چې دغې محکمې ته زمینه برابره کړو.

مېرمن سمر وايي:

"نړیواله جزايي محکمه له ۲۰۰۳ میلادي کال وروسته کولای شي، په افغانستان کې جنګي جرایم، بشري ضد اعمال او نسل وژنه بررسي کړي. د دې محکمې غوښتنه ده چې افغانستان ته راشي، له چارواکو سره وویني او د عدالت په خاطر په دې اړه یوه ابتدایي سروې ترسره کړي. موږ په دې محکمه کې د غړیتوب په اساس مکلف یو چې دا زمینه ورته برابره کړو."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان خلکو او مدني ټولنې تر ډېره په غونډو او مظاهرو کې ویلي چې افغانان له کابو څلوېښتو کلونو راهیسې په جنګونو، تاوتریخوالو او داسې نورو ټولنیزو ناخوالو کې وژل کېږي، خو عاملین‎یې نه پوښتل کېږي.

د افغان چارواکو په وینا په افغانستان کې له ۱۳۵۷ لمریز کال را وروسته د شوروي پلوه حکومت پر ضد جنګونو، د جهادي تنظیمونو په خپل منځي نښتو، او د طالبانو په واکمنۍ کې په مجموع کې څه کم دوه میلیونه کسان وژل شوي او دا لړۍ د ناامنیو له امله اوس هم روانه ده.

افغان کارپوهان وايي، محاکمو ته د جنګي مجرمینو سپارل د افغانستان د خلکو غوښتنه ده او حکومت باید دغو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.

خروټی: له ۲۰۰۳ کال دمخه دې هم جنګي جرایم وڅېړل شي.
خروټی: له ۲۰۰۳ کال دمخه دې هم جنګي جرایم وڅېړل شي.

د دې کارپوهانو له ډلې مطیع‎الله خروټي ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان ولس او مدني ټولنه دې خبرې ته لبیک وايي، دا څېړنه باید دوه زره درېیم میلادي کال را وروسته پورې محدوده نه شي باید له دې کال دمخه جنګي جرایم هم وڅېړل شي او حکومت دې یې هرکلی وکړي."

د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې په دې اړه د جمهور رئیس د دوهم مرستیال سرور دانش په مشرۍ یو کمېسیون جوړ شوی خو معلومه نه ده چې دې کمېسیون خپل کار پیل کړی او که نه؟

ازادي رادیو هڅه وکړه چې په دې باب د افغان چارواکو نظر ولري خو د جمهوري ریاست، اجرائیه ریاست او د جمهور رئیس د دوهم مرستیال د دفتر، یو چارواکی هم خبرو کولو ته حاضر نه شو.

د افغانستان خلک او مدني فعالان هر کال د جنګونو د قربانیانو ورځ لمانځي او له حکومته غواړي چې جنګي مجرمین دې محاکمه کړي.

خو څو کاله دمخه ولسي جرګې له دوه زره لمړي کال دمخه په جنګونو کې ښکېل کسان د یوې طرحې په تصویبولو سره، له عدلي او قضايي ارګانونو څخه خوندي اعلان کړل.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG