د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۳

د سولې شورا: د جرمونو د نړیوالې محکمې څېړنې د سولې پر بهیر هېڅ اغېز نه‌لري


د افغانستان د سولې د عالي شورا یو شمېر غړي د جرمونو د نړیوالې محکمې د هغې غوښتنې په غبرګون کې چې په افغانستان کې احتمالاً د ۲۰۰۳ میلادي کال د مې د میاشتې څخه وروسته د ترسره شویو جنګي جرمونو د ادعاوو په اړه څېړنه کوي وايي، دا څېړنه به له وسله‌والو مخالفینو سره د سولې پر خبرو اترو هېڅ ډول اغېز ونه‌لري.

د دې شورا یوه غړي قاضي محمد امین وقاد د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶کال د لیندۍ ۰۱» ازادي راډيو ته وویل چې د سولې پروسه د افغانانو غوښتنه ده او هېڅ کار د دې پروسې په وړاندې خنډ کېدای نه‌شي.

ښاغلي وقاد زیاته کړه:

"د سولې خبرې اترې یوه نړیواله پروسه او د افغانانو غوښتنه ده، هره بله پروسه چې په هر کس پورې اړه لري که په داخل کې وي او که په خارج کې دومره مطلوبه نه‌ګڼل کېږي. که هغوی کوم قانوني جواز هم واخلي د ډېرو کلونو وخت به نیسي د افغانستان د سولې پر پروسه هېڅ تأثیر نه‌لري."

محمد امین وقاد
محمد امین وقاد

ښاغلي وقاد هیله وښوده چې د وسله‌والو طالبانو له استازو سره به ډېر ژر په متحده عربي اماراتو کې د سولې خبرې اترې پیل شي.

دا خبرې داسې مهال مطرح کېږي چې د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوالې فاتو بنسودا یو وار بیا غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د بشریت ضد جرمونو د څېړنې قانوني جواز دې ورکړل شي.

دې څارنوالې ویلي چې د قانوني جواز د ترلاسه کولو په صورت کې به دا محکمه په افغانستان کې هغه جنګي جرمونه وڅېړې چې احمتالاً د ۲۰۰۳ کال د مې له میاشتې وروسته رامنځته شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې هم ویلي چې د دغو څېړنو د پیل د غوښتنو په اړه غور کوي، خو په ټوله کې د افغانستان په جګړه کې د جرمونو د نړیوالې محکمې له ښکېلتیا سره‌يې مخالفت ښودلی دی.

امریکا: د امریکایي پوځیانو په اړه د هاګ محکمې څېړنه به غیر مؤجه او غیر عادلانه وي

په اعلامیه کې همداراز راغلي چې دغه وړاندیز شوې څېړنې په افغانستان کې د سولې د تأمین او عدالت په برخه کې مرسته نه‌شي کولای.

له بله خوا د مشرانو جرګې اداري پلاوي یو شمېر غړي وايي، که دا څېړنې د افغان حکومت سره په همغږۍ ترسره شي د سولې پر پروسه هېڅ ډول منفي تأثیر نه‌لري.

اصف صدیقي
اصف صدیقي

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"که د افغان حکومت سره په همغږۍ دا مسئله ادامه پیدا کړي د سولې پروسه هېڅ ډول نه‌زیانموني او کوم کسان چې له دې پروسې سره علاقه‌مندي نه‌لري هغوی علاقه‌مندي پیدا کوي او دا په حقیقت کې افغان حکومت ته روحیه ورکوي او د مخالفینو روحیه کمزروې کوي."

ښاغلی صدیقي همداراز له حکومت او د سولې د عالي شورا نه غواړي چې د سولې د خبرو اترو په اړه چټک اقدامات وکړي او د سولې د ټینګښت په برخه کې له رامنځته شوي فرصته ګټه واخلي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG