د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

د انتخاباتو کمېسیون: له مکررو غوښتنو سره سره نوی کمېشنر نه‌دی معرفي شوی


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د دوی له مکررو غوښتنو سره سره تر اوسه حکومت دوی ته نوی کمېشنر نه‌دی معرفي کړی.

دغه کمېسیون وايي، دوی حکومت ته د نوي کمېشنر د معرفي کولو لپاره دوه مکتوبونه لېږلي، خو تر اوسه مثبت ځواب نه‌دی ورکړل شوی.

د دغه کمېسیون کمېشنر او ویاند ګلا جان عبدالبدیع صیاد د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۵» ازادي راډیو ته وویل چې که څه هم حکومت په دې برخه کې ژمنې ورکړي، خو د رئیس نه‌موجودیت دوی له اداري او مالي ستونزو سره مخ کړي دي.

ګلاجان عبدالبدیع صیاد
ګلاجان عبدالبدیع صیاد

ښاغلي صیاد زیاته کړه:

"سره له دې چې موږ دوه ځله مکتوب استولی، خو حکومت نوی غړی نه‌دی معرفي کړی او طبیعي ده چې د رئیس په نه‌موجودیت کې، د اداري پلاوي په سرپرستۍ کې په مالي او اداري برخو کې ځینې ستونزې رامنځته شوې دي."

شااوخوا میاشت وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس نجیب‌الله احمدزی د یوه فرمان پر اساس له دندې لیرې کړ.

په فرمان کې راغلي وو چې ښاغلی احمدزی د انتخاباتو د کمېسیون د کمېشنرانو په غوښتنه لیرې شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هم د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې د کم ظرفیت د موجودیت له کبله اندېښنه ښودلې وه.

دا چې ولې جمهوري ریاست د یوې میاشتې په تېرېدو سره لاهم کمېسیون ته نوی کمېشنر نه‌دی معرفي کړی، همدغه پوښتنه مو د جمهور رئیس د ویاند د دفتر له سرپرست شاه‌حسین مرتضوي سره مطرح کړه، خو هغه په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

د افغانستان د ازادو انتخاباتو بنسټ یا فیفا بیا وايي، حکومت د هرې ورځې په تېرېدو د ښو انتخاباتو د ترسره کېدو په برخه کې فرصتونه له لاسه ورکوي.

یوسف رشید
یوسف رشید

د دغه بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید وویل:

"موږ په سرعت د ټاکنو پر لور روان یوو، خو ځیني مهم کارونه چې باید ترسره شي او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون‌یې لیډرشیپ ولري، معلق پاتې دي او په وخت نه‌ترسره کېږي."

د ښاغلي رشید په خبره، په داسې حال کې چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د رهبرۍ له پلوه له جدي ستونزو سره مخامخ دی، نو له دغه کمېسیون څخه د داسې انتخاباتو ترسره کول چې ټول منلي او شفاف وي، له ځان تېرايستنې پرته بل څه نه‌شي کېدای.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG