د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

عبدالله: انتخاباتي کمېسیونونه دې نور په مقدماتي چارو خپل وخت نه ضایع ‎کوي


د افغانستان د انتخاباتو پر خپلواک کمېسیون د ورو اقداماتو د انتقادونو په دوام د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي چې انتخاباتي کمېسیونونه باید نور په مقدماتي چارو خپل وخت ضایع نه‎کړي.

عبدالله عبدالله چې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۲» یې په سیاسي چارو کې د ښځو د مشارکت د لا پیاوړتیا په مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل چې په کمېسیونونو کې د څو تنو فردي عمل چې قومي مسایلو ته یې لمن وهله، نېږدې وه چې د انتخاباتي اصلاحاتو ټول حرکت په ټپه ودروي.

د ښاغلي عبدالله په خبره که څه هم په ټولنه کې داسې تبصرې کېږي چې انتخاباتي بنسټونه ناتوانه دي، خو کمېسیونونه د حکومت د باور وړی دی او شته مشکلات به یې حل کړي.

افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

دی وايي:

"کمېسیون په ټول قوت کار کوي او هیله لرم چې له دې وروسته په مقدماتي کارونو کې ځند ونه‎شي، دوی د ملي یووالي حکومت باور له ځانه سره لري او هیله لرم چې موجوده ستونزې یې هم ژر حل شي، په ټولنه کې او د سیاسي ګوندونو ترمنځ داسې تبصرې کېږي چې کمېسیونونه ناتوانه دي خو موږ شاهد یو چې دوی څومره په جدیت خپلې چارې مخ ته وړي دي."

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له یوې میاشتې راهیسې مشر نه‎لري.

میاشت وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف د یوه فرمان پر اساس د انتخاباتو د کمېسیون رئیس نجیب الله احمدزي له دندې لېرې کړ.

که څه هم هغه مهال حکومت ویلي و چې ښاغلی احمدزی یې د کمېسیون د نورو کمېشنرانو په غوښتنه لېرې کړی، خو نجیب الله احمدزي بیا ویلي و چې دی په انتخاباتي چارو کې د حکومت د غیرې قانوني لاسوهنو په مقابل کې ودرېد، نو ځکه له دنده لېرې شو.

له دې وړاندې هم پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونو ویلي و چې د انتخاباتي کمېسیونونو ورو اقداماتو ته په کتو کې ښايي د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات پر خپل وخت ترسره نه‎شي.

فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ هم اندیښنه ښیي چې د انتخاباتو پر وړاندې ګڼې پرتې ستونزې لا نه دي حل شوي.

د فیفا اجرائیوي رئیس محمد یوسف رشید
د فیفا اجرائیوي رئیس محمد یوسف رشید

د دغه بنسټ اجرائیوي رئیس محمد یوسف رشید په سیاسي چارو کې د ښځو د مشارکت د لا پیاوړتیا په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په دې اړه وویل:

"راتلونکي انتخابات د افغانستان لپاره لویه ازموینه او طبعاً هڅې دا دي چې موږ له دغه ازموینه بریالي راووځو او افغانستان ته عزت ور په برخه کړو، دغه ازموینې ته ورتګ اسانه کار نه‎دی خپل پیچیده‎ګۍ لري که هغه له سیاسي پلوه وي او یا هم له عملیاتي او تخنیکې پلوه وي په ټولو برخو کې یې موږ له ستونزو سره مخامخ یو."

د ښاغلي رشید په خبره؛ د ولس او نړیوالې ټولنې له هر اړخېزې همکارۍ پرته دا امکان نه‎لري چې حکومت دې په یوازې ځان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکي انتخابات په هغه شکل چې ټول ته د منلو وي ترسره کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG