د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۱

یوشمېر نوماند وزیران ولسي جرګې ته د رأیو اخېستو لپاره معرفي کېږي


ټاکل شوې ده چې سبا د شنبې په ورځ د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۴ مه یو شمېر نوماند وزيران ولسي جرګې ته د باور رأیې د اخېستلو لپاره ورپېژندل شي.

په داسې حال کې چې سبا شنبه به یو شمېر نوماند وزيران ولسي جرګې ته د باور رأیې د اخېستلو لپاره ورپېژندل شي، د ولسي جرګې دوهم مرستیال وايي، تر کومه چې د ټولو وزارتونو لپاره کوم چې د سرپرستانو له ‌خوا اداره کېږي، کاندید وزیران دوی ته معرفي نه ‌شي، د رأیو صندوقونه به کېنږدي.

ویل کېږي چې تر دې دمه د اطلاعاتو او فرهنګ، بهرنیو چارو او پوهنې وزارتونو لپاره وزیران نه‌ دي معرفي شوي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیز احمدزي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې حکومت باید نوره د سرپرستۍ لړۍ ختمه کړي.

نذیر احمدزی
نذیر احمدزی

ښاغلي احمدزي وویل:

"د شنبې د ورځې اجنډا یوازې د سرپرست وزیرانو لپاره لرو، نور ټول راځي، یوازې، د بهرنیو چارو وزیر او د معارف وزیر پاتي کېږي او هغوی د معرفي کېدو جدي غوښتونکي یوو، زه په حکومت غږ کوم چې نوره د سرپرستۍ لړۍ ختمه کړي."

ټاکل شوې ده چې طارق شاه بهرامي د ملي دفاع وزارت لپاره د نوماند وزير په توګه، فيض الله ذکي د کار او ټولنيزو چارو، نرګس نهان د کانونو او پطروليم وزارت، محمد شفيق ګل اغا شېرزى د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو، حميد طهماسي د ټرانسپورت، نجیب‌الله خواجه عمري د لوړو زده کړو، ويس احمد برمک د کورنيو چارو، شهزادګل اريوبي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، مجيب الرحمن کريمي د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت او يما ياري د فواید عامې وزارت د نوماند وزيرانو په توګه، ولسي جرګې ته د باور یا عدم باور رأیو اخېستلو لپاره معرفي شي.

د افغانستان جمهوري ریاست بیا د بهرنیو چارو وزیر د معرفي کېدو په تړاو څه نه وايي، خو ټينګار کوي چې د پوهنې وزارت لپاره د نوي نوماند د معرفي کېدو په تړاو کار روان دی.

د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه ‌حسین مرتضوي
د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه ‌حسین مرتضوي

د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه ‌حسین مرتضوي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د لوړو زده کړو وزارت لپاره نوماند وزیر معرفي شوی، معارف وزارت باندې کار روان دی، په دغه وزارت کې ځيني مسایل شته چې له هغې جملې یوه هم په معارف وزارت کې د نصاب بحث دی او یو شمېر نور مسایل هم دي چې د پوهنې وزیر به معرفي شي، نور لېست تنظیم شوی او په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د افغانستان له ملي شورا سره په همغږۍ، نوماند وزیران معرفي کوي."

د افغانستان ولسي جرګې تېر کال ۱۶ وزیران له ۷۰ فیصدو د کمې پراختیايي بودجې د مصرف له امله، استېضاح او له دې ډلې يې له ۷ وزیرانو د باور رأیه وانه‌خېسته.

خو تراوسه د بهرنیو چارو وزارت په ګډون، څو وزارتونه د سرپرستانو له‎خوا اداره کېږي.

ها خوا یو شمېر کارپوهان بیا د نویو نوماند وزیرانو پر بې‎ پريتوب ټینګار کوي او وايي چې دغه کسان باید د سهم پر بنست اړوندو وزارتونو ته معرفي نه‎ شي.

د چارو کارپوه او د پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد فیض‎الله جلال وايي چې د حکومت مشران باید هغو کسانو ته مراجعه وکړي چې وړتیا یې لري، نه دا چې نوي نوماند وزیران له خپلو ټیمونو څخه غوره کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG