د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۷

د ولسي جرګې یو شمېر غړي: وزارتونو کې دې د سرپرستۍ بهیر پای ته ورسېږي


د يوې نیمې میاشتې رخصتیو وروسته د ولسي جرګې غړو په‎خپله لومړنۍ عمومي ناسته کې په وزارتونو کې د سرپرستو دوام غېرې قانوني وباله او د پاتې وزارتونو لپاره يې د نوماند وزیرانو په معرفي کولو ټینګار وکړ.

سره له دې چې د ولسي جرګې رئیس د شنبې ورځې په عمومي ناسته کې وویل، که څه هم په ډله‎ییز ډول د ټولو نوماند وزیرانو د معرفي او په اجنډا کې یې د شاملولو په اړه کومه مصوبه نه‎ده موجوده خو يو شمېر وکیلانو په دې ټینګار وکړ چې د ټولو وزارتونو لپاره نوماند وزیران باید دغې جرګې ته معرفي شي.

د ولسي جرګې دوه غړي عبیدالله بارکزی او نادرشاه بحر وايي:

"دغه درې سرپرست وزیران چې د بهرنیو چارو، د پوهنې او اطلاعاتو او فرهنګ وزیران دي، هغوی دې هم حکومت ډېر ژر راوپېژني چې ولسي جرګه یې په اړه خپل پرېکړه وکړي.

-د ملي يووالي حکومت دې حد اقل يو ځل خو د سرپرستۍ له حاله ځان وباسي او وزیران دې په پوره توګه ولسي جرګې ته معرفي کړي."

افغان حکومت د تېرې میاشتې په اوږدو کې اته تنه د کورنیو چارو، دفاع، ټرانسپورټ، اقتصاد، د سرحدونو او قبایلو، لوړو زده کړو، مخابراتو او د فواید عامې لپاره نوماند وزیران معرفي کړل چې يو شمېر یې په وزارتونو کې خپلې چارې هم پېل کړي.

يو شمېر وکیلانو د حکومت په دې کړنې هم انتقاد وکړ او د ولسي جرګې له‎خوا د اعتماد د رأيې له اخېستو مخکې د نوماند وزیرانو کار یې غېرقانوني وباله.

له دې ډلې نظیفې ذکي وویل:

"زیاترو هغو وزارتونو ته چې وزیران يې سرپرستان دي، لاړ شې نو وايي، تر کومه چې وزیر د اعتماد رأيې وانه‎خلي هېڅ کار نه اجرا کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د سنبلې ۱۴ مه د دغې جرګې اداري پلاوي ټینګار کړی و چې حکومت باید د دغې جرګې د کار له پیله مخکې ټول نوماند وزیران دغې جرګې ته معرفي کړي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیر احمدزي ازادي راډیو ته ویلي و چې تر هغې چې د ټولو هغو وزارتونو نوماندان چې د سرپرستانو له خوا اداره کېږي، ور ونه پېژندل شي، دوی به ور پېژندل شوېو نوماندو وزیرانو ته د رأیو صندقونه کېښنه ږدي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیر احمدزي
د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیر احمدزي

د افغانستان ولسي جرګې هغه وزیران چې له ۷۰ سلنه کمه انکشافي بودجه یې مصرف کړې وه، استیضاح کړل چې له دې ډلې ۷ وزیران بې صلاحیته شول.

بل‎خوا د يو شمېر هغو وزیرانو د کار په دوام هم سخت انتقادونه وشول چې تېرکال د ولسي جرګې له‎خوا سلب صلاحیت شوي دي خو لا هم د سرپرستانو په توګه دنده تر سره کوي.

ومو غوښتل ولسي جرګې ته د پاتې وزیرانو د معرفۍ په اړه د جمهوري ریاست نظر هم واخلو خو په دې اړه مو په څرګند ډول څه تر لاسه نه‎کړل.

په ورته وخت کې يو شمېر افغان کارپوهان وايي، د درېیو پاتې وزیرانو د نه معرفي کېدو د ځنډ لامل د ولسمشر او اجرائیه رئیس ترمنځ هوکړې ته نه رسېدل دي او دا یوه لانجمنه مسئله ده.

له دې ډلې حاجي سید داوود هم وايي، روانو حالاتو ته په کتو او روانو ستونزو ته د هواري په هدف په کار ده چې ولسي جرګه معرفي شویو اتو نوماند وزیرانو ته د رأیې صندقونه کېږدي.

حاجي سید داوود
حاجي سید داوود

دی وايي:

"ولسي جرګه باید اوسنیو ستونزو ته پام وکړي او هغه کسان چې دوی ته معرفي شوي ورته باید د تائید او یا هم رد رأيې ورکړي او په دې توګه په دغو وزارتونو ستونزې هوارې شي."

دا په داسې حال کې ده چې په دې اړه د ولسي جرګې د وکیلانو له تود بحثو وروسته د دې جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي وویل چې اتو معرفي شوېو نوماند وزیرانو ته د رأيې ورکولو يا نه ورکولو په اړه به د چهارشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې پرېکړه وشي.

بل‎خوا يو شمېر وکیلان وايي، په وزارتونو کې د سرپرست وزیرانو د کار دوام د پراختیايي بودجې په لګښت هم منفي اغېز کړی.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG