د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۷

بیا د ځان د سپیناوي لپاره د پاکستان هڅه او د افغانستان تُند غبرګون


د افغانستان دفاع وزارت په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازې وروستۍ څرګندونې له حقیقت لیرې بولي او وايي، د ترهګرو ټول امن پټن‎ځایونه په پاکستان کې دي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي:

"د «پاکستان» سفیره چې په ملګرو ملتونو کې ناسته ده، هغه د سیمې له وضعیته نه‌ده خبره او هر څوک چې داسې اظهارات کوي هغه له حقیقت لیرې دي. ملګري ملتونه، امریکا، ناټو او ټوله نړۍ پوهېږي چې ستونزه له کرښې هاخوا په پاکستان کې ده. د کوټې، پېښور او میرانشاه شوراګانې په پاکستان کې دي او ملا عمر، ملا منصور، اسامه دا ټول په پاکستان کې وو، هلته‌یې مرکزونه دي له هماغه ځایه تمویلېږي تجهیزېږي او راځي دلته بریدونه کوي."

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیرې ملیحه لودهي ویلي، په هېواد کې یې د ترورېستانو امن ځالې نه‌شته او دا افغانستان دی چې د حکومت له کنټروله بهر په ۴۰ فیصده خاوره کې یې ترورېستان ځای شوي دي.

د ملیحه لودهي دا خبره چې وسله‎والې ډلې د افغانستان په هغه ۴۰ فیصده خاوره کې پټن‎ځایونه لري چې د هغې په خبره د دولت له حاکمیته وتلي دي، د افغانستان دفاع وزارت له‎خوا ردېږي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیره ملیحه لودهي
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیره ملیحه لودهي

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي، افغان پوځ په ۳۴ ولایتونو کې برلاسی دی او وسله‎وال په ښکاره فعالیت نه‎شي کولای.

دی وايي:

"چریکي جنګونو کې قطعاً څوک نه‎شي ویلی چې څو فیصده خاوره د چا په لاس کې ده. دلته هېڅ امکان نه‎لري. زه تاسو ته ویلی شم که په یوه جومات کې یوه چاودنه کېږي یا ماین کېږدي دا نه‎شو ویلی چې دا سیمه دې مخالفینو نیولې وي. ځکه مخالفین د غلو غوندې راځي ماین کېږدي او بېرته د غلو په شان تښتي. په ټول افغانستان کې ولایتونه فعال دي او یوازې د ۹ ولسوالیو مرکزونه د مخالفینو په لاس کې دي."

د پاکستان د سفیرې وروستۍ څرګندونې د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پنس له څرګندونو سره نېغ په نېغه په ټکر کې دي.

مایک پنس افغانستان ته په وروستي سفر کې وویل چې پاکستان له اوږدې مودې راهیسې ترورېستي ډلو ته پناه ورکړې او لا هم دا کار کوي.

سره له دې چې پاکستان د نږدې ټولې نړۍ د دریځ په خلاف په دغه هېواد کې د ترهګرو په پټن‎ځایونو سترګې پټې کړي، د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا یوناما په یوه وروستي راپور کې راغلي چې سږ کال په لومړیو نهو میاشتو کې ۲ زره افغان ملکیان وژل شوي او پنځه زره نور ټپیان دي.

د افغان چارواکو د څرګندونو پر اساس د همدغو مرګ ژوبلو مسؤلیت هغو ترهګرو ته ورګرځي چې له ډیورند کرښې اخوا تمویل او د بریدونو په خاطر افغانستان ته مرش کېږي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG