د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

پنس: د ترورېزم د ګواښ تر پایه به افغانستان کې امریکايي ځواکونه پاتې وي


د امریکا د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر مایک پنس د ترورېزم د ګواښ د له منځه تلو تر وخته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو ډاډ ورکړ.

د امریکا مرستیال ولسمشر افغانستان ته د خپل سفر پر مهال ویلي، امریکا له ترورېزم سره په مبارزه کې جدي ده او ځواکونو به یې د ترورېزم د ګواښ د له منځه تلو تر وخت په افغانستان کې پاتې شي.

مایک پنس دغه خبرې د پنجشنبې په ورځ د باګرام په پوځي اډه کې امریکايي ځواکونو ته په وینا کې وکړې.

د امریکا مرستیال ولسمشر
د امریکا مرستیال ولسمشر

نوموړي وویل:

"د ولسمشر ټرمپ په مشرۍ امریکايي وسله‌وال ځواکونه به په افغانستان کې تر هغې فعال وي، څو دغه هېواد او خلکو ته د ترورېزم ورپېښ ګواښ د تل لپاره له منځه ولاړ شي."

نوموړي همدا شان په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د طالب مشرانو د ځپلو په اړه د اشرف غني څرګندونو ته په ډاډ سره وايي:

"ولسمشر غني موږ ته معلومات راکړي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د نورو کلونو په پرتله په مجموع کې د افغانستان په جګړه کې زیات شمېر طالب مشران له منځه وړل شوي دي."

په ورته وخت کې د افغانستان جمهوري ریاست د امریکا له مرستیال ولسمشر سره د افغان ولسمشر ملاقات ګټور بولي.

د جمهوري ریاست د ویندوې د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دواړو لورو د افغانستان پر وخت د پارلماني او د ولسمشریزو انتخاباتو په ترسره کولو ټینګار وکړ.

د جمهوري ریاست د ویندوې د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي
د جمهوري ریاست د ویندوې د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي

دی وايي:

"دواړو لورو ۲۰۱۷ کال د افغانستان د امنیتي او دفاعي سکتور د انکشاف او د نشه‎یي موادو پرضد د هدف‎مندې مبارزې په برخه کې له لاسته راوړنو ډک کال وارزوه او پر وخت یې د پارلماني او د ولسمشریزو انتخاباتو په ترسره کولو ټینګار وکړ."

ښاغلی مرتضوي زیاتوي، افغان ولسمشر له مایک پنس سره په ملاقات کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا ستراتیژي مهمه وبلله او د هغې پرتطبیق یې ټینګار وکړ.

د ارګ په اعلامیه کې راغلي مایک پنس د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته راوړنې او دغه راز له فساد سره د مبارزې، سولې پروسې، سیمه‎ییزې همکارۍ او ښې حکومتوالۍ په برخه کې د افغانستان د حکومت پرمختګونه ستایلي دي.

وړاندې په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د متحده ایالاتو د ستراتیژۍ اصلي محور د افغانستان سوله، ثبات او سوکالي ده.

د پنجشنبې په ورځ د امریکا د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر مایک پنس په یوه نااعلان شوي سفر افغانستان ته ولاړ او تېر ماښام یې په ارګ کې له ولسمشر غني او د ملي وحدت حکومت له مشرانو سره وکتل.

ښاغلي پنس د باګرام په پوځي اډه کې په خپلې وینا کې پاکستان ته خبرداری ورکړی، که د وسله‎والو د پټن‎ځایونو ساتلو ته دوام ورکړي، نو د نوموړي په خبره ډېر څه به وبایلي.

د افغانسان ولسي جرګه کابل ته مایک پنس تګ او له افغان مشرانو سره یې ملاقات مهم بولي او ټینګار کوي چې افغان حکومت باید له موقع نه په استفاده د ولسوالیو او ولسي جرګې انتخابات په خپل وخت ترسره کړي.

د دغې جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان ازادي راډیو ته وویل، حکومت باید سراسري، شفافو او عادلانه انتخاباتوته لاره هواره کړي.

د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان
د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان

دی وايي:

"زموږ غوښتنه دا ده، حکومت باید داسې تدابیر ونیسي چې وکولای شي، شفاف، عادلانه او سرتاسري انتخابات ترسره کړي، څو داسې خلک چې د ملت ریښتني استازي دي، ملي شورا ته لاره پیدا کړي."

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو نېټه د ۱۳۹۷ لمریز کال د سرطان ۱۶ نېټه اعلان کړې او د جمهوري ریاست او د ولایتي شوراګانو انتخابات به ۱۳۹۸ لمریز کال کې وشي.

د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، د ولسي جرګې او ولسمشرۍ د انتخاباتو شفافیت د حکومت راتلونکی تضمینوي او په دیموکراسي د خلکو باوری زیاتوي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG