د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

د راتلونکو انتخاباتو په اړه د کابل ځينو ورځپاڼو تبصرې


په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو نن تر ډېره د راتلونکو انتخاباتو په اړه د یو شمېر سیاسي ګوندونو په اندېښنو او سپارښتنو او همداراز د بیت المقدس د برخلیک په اړه په وروستیو پرمختګونو بحثونه کړي دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې په افغانستان کې د راتلونکو انتخاباتو په اړه د ځینو پخوانیو جهادي مشرانو اندېښنې راخستي دي.

ورځپاڼې وړاندې د سیاسي دعوت د مشرانو غونډې ته د استاد سیاف د وینا دا برخه راخیستې چې ویلي یې دي، حکومت تراوسه پوري د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کولو په برخه کې هیڅ عملي ګام نه دی پورته کړی.

ورځپاڼه وړاندی لیکي چې استاد سیاف دا اندیښنه هم څرګنده کړه، که انتخابات پر خپل ټاکلي وخت ترسره نشي، نو دی باوري دی چې هېواد به د یو نوي بحران په لور ولاړ شي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې ښاغلي سیاف په خپلو خبرو کې د انتخاباتو د بهیر بهرنیو څارونکو ته سپارښتنه وکړه چې په دغه ملي بهیر کې باید خپل ناپیلتوب وساتي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې بیا په یو مطلب کې بیا د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په حواله لیکلي دي چې د بودجې د نشتوالي له کبله په راتلونکو انتخاباتو کې د نوي ټکنالوژۍ د کارولو پروګرام ناکامه شوی دی او دا انتخابات به د کاغذي تذکرو له مخي ترسره کوي.

ورځپاڼې وړاندي په یو جلا مطلب کې د اجرائیه ریاست په حواله لیکلي دي چې په راتلونکو انتخاباتو کې د الکترونیکي تذکرو څخه استفاده ناممکنه ده.

خو ورځپاڼې د انتخاباتو د ځینو څارونکو بنسټونو په حواله لیکلي دي چې دا کار د حکومت د ژمنو خلاف عمل دی او ممکن په راتلونکو انتخاباتو کې د خلکو د ګډون زمینه محدوده کړي.

ورځپاڼه لیکي چې دی مسئلې د انتخاباتو په اړه د حکومت او کمېسیون د ارادې په اړه د خلکو اندېښنې زیاتي کړي دي او حکومت ته پکار ده چې د انتخاباتو په اړه خپل جدیت ثابت کړي.

د بیت المقدس په اړه د امریکا د جمهور رئیس وروستۍ څرګندونې بله مهمه مسئله ده چې د کابل ورځپاڼو پرې پراخ بحثونه کړي دي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په یو مطلب کې له جهادي او سیاسي مشرانو سره د ولسمشر او اجرائیه رئیس مشورتي ناسته راخیستې چې پکې د ورځپاڼې په وینا جهادي او سیاسي مشرانو د بیت المقدس په اړه د افغان حکومت له دریځه ملاتړ وکړ.

ورځپاڼه لیکي چې په غونډه کې موجودو جهادي او سیاسي مشرانو د بیت المقدس په اړه د امریکا د وروستي اقدام په وړاندې د افغان حکومت دریځ واضح وباله او ویې ویل چې د حکومت دریځ د افغان ولس او د اسلامي نړۍ د لیدلوري ښکارندوی دی.

ورځپاڼې وړاندې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په حواله لیکي دي چې افغان حکومت په ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو غونډو کې په دې اړه واضح دریځ درلود.

خو ورځپاڼې د افغان ولسمشر په حواله لیکلي دي چې د خلکو ترمنځ بشپړه سیاسي اجماع موجوده ده، خو باید له پوره تدبیر څخه کار واخیستلای شي، څو د هېواد دښمنان له دې وضعې ګټه وانخلي.

کابل ټایمز:

کابل ټایمز ورځپاڼې بیا په خپله سرلیکنه کې دا اندېښنه څرګنده کړې چې د امریکا یو اړخیزه پرېکړه ممکن په منځني ختیځ کې د سولې بهیر زیانمن او د سیمې حالات کړکېچن کړي.

ورځپاڼې وړاندی لیکلي دي، سره له دی چې افغانستان له امریکا سره نېږدې اړیکي لري، خو د ټرمپ لخوا د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس په یو اړخیز په رسمیت پېژندنه ممکن د امریکا د مشرتابه په اړه د عامو افغانانو باور له منځه یوسي.

ورځپاڼې وړاندې د ټرمپ ادارې ته سپارښتنه کړې ده چې د مسلمانانو د احساساتو په پام کې ساتلو سره دي د بیت المقدس په اړه په خپله پرېکړه دې له سره نظر وکړي او په منځني ختیځ کې دی د تل پاتي سولې د ټینګښت لپاره د ډیپلوماټیکو لارو چارو کار واخلي.

XS
SM
MD
LG