د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

د امریکا مرستیال ولسمشر پنس له ولسمشر غني او اجرائیه رئیس سره ګوري


د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس له امریکايي سرتېرو او افغان چارواکو سره د کتنې لپاره پرون پنجشنبه د یو ناڅاپي سفر په ترڅ کې افغانستان ته ولاړ.

ښاغلی پنس د شپې ناوخته په یوه پوځي الوتکه کې د بګرام هوايي اډې ته ورسېد او بیا په هلیکوپټر کې کابل ته ولاړ څو له ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره وګوري.

ښاغلي پنس افغان مشرانو ته وویل، د ده سفر د دې خبرې ښکاره ثبوت دی چې متحد ایالات به ترپایه په افغانستان کې وي.

د امریکا مرستیال ولسمشر وروسته بېرته بګرام ته ستون شو او هلته یې په افغانستان کې د دېره امریکايي ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن او نورو مشرانو سره وکتل.

جنرال نیکلسن
جنرال نیکلسن

په بګرام کې د څرګندونو پر مهال ښاغلي پنس د پاکستان په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې تکرار کړې چې دا هېواد ترورېستانو او جنایتکارانو ته خوندي پټنځایونه ورکړي دي.

د امریکا مرستیال ولسمشر وویل چې پخواني وخته تېر شوي او زیاته یې کړه چې پاکستان له امریکا سره له ګډ کاره ډېر څه ترلاسه کوي خو برعکس، ترورېستانو ته له پناه ورکولو څخه به هېڅ ترلاسه نه کړي.

XS
SM
MD
LG