د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

ډان: کابل کې به داسې څوک پیدا نه‌کړئ چې د پاکستان په ګټه خبره وکړي


  • ډان ورځپاڼه

ډان د افغانستان په اړه په یوه مطلب کې لیکي، دا ګرانه ده چې په کابل کې داسې څوک پیدا کړئ چې هغه د پاکستان په ګټه خبره وکړي.

د دغې پاکستانۍ ورځپاڼې په مقاله کې وړاندې لیکل شوي دي، یوازې د افغانستان حکومت پاکستان ته بدبینه نه‌دی، په عادي افغانانو کې پاکستاني ضد احساسات خورا ژور دي.

ډان وړاندې لیکي:

د پاکستان پر ضد روحیه په تېرو کلونو کې د کابل د اوسېدونکو له لوري پراخه شوه، ځکه چې دوی پاکستان د خپل سخت ژوند عامل ګڼي.

ورځپاڼه بیا دې ته اشاره کوي چې ښایي د ګوتو په شمېر داسې کسان هم په کابل کې وي چې د پاکستان په اړه مثبت نظر ولري.

د دې مقالې په وروستیو کې لولو چې پاکستان به بیا هم د افغانستان د ستر تجارتي شریک په توګه پاتې شي او وضعیت به ډېر ژر بدل شي، ځکه چې ایران او منځنۍ اسیا به د افغانستان په بازارونو کې مهمې لارې پرانیزي.

  • ډېلي مېل

تر سوداګرۍ پورې یوې بلې چاپي خپرونې ډېلي مېل ان لاین د افغانستان د ممیزو پر حاصلاتو لیکنه خپره کړې ده.

د دې لیکنې په سر کې یې د یوې کشمش‌خانې عکس خپور کړی دی او ترې لاندې یې لیکلي دي چې دا په افغانستان کې پخوانی دود دی چې په دې ډول انګور په ممیزو بدلوي.

خپرونه وړاندې لیکي:

اوس دغه کشمش‌خانې تر پخوا عصري شوي دي او اسانتیاوې په‌کې زیاتې شوې دي.

د ډېلي مېل خپرونه لیکي، یو وخت افغانستان د نړۍ ۱۰ فیصده ممیز بازارونو ته عرضه کول، خو له نږدې څلورو لسیزو راهیسې چې جګړې روانې دي، دغه فیصدي اوس د دوو او درېیو ترمنځ ده.

خپرونه بیا لیکي، د دې لپاره چې دغه حاصلات وده وکړي د افغانستان د کرنې وزارت او مرستندویه مؤسسې له بزګرانو سره د نویو کشمش‌خانو د جوړېدو په برخه کې مرستې کوي.

ډېلي مېل د فرانس پرس اژانس په حواله د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د عبدالجلیل ګلزار په نوم د یوه بزګر خبرې رااخیستې دي چې وایي، نوې کشمش‌خانې تر پخوانیو ډېر سهولتونه لري.

ډېلي مېل بیا لیکي، افغانستان نږدې ۱۰۰ ډوله انګور لري چې باغونه‌یې د دغه جګړه ځپلي هېواد په بېلابېلو سیمو کې شته.

د خپرونې په باور د دې لپاره چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی او له انګورو شراب نه‌تولیدوي نو اکثر انګور یې په ممیزو بدلېږي.

انګور اووه کېلو چې یو من کېږي، په اوسط حساب ۳۰۰ افغانۍ قیمت لري، خو د ممیزو یو کېلو تر زرو افغانیو ګران دي.

ډېلي مېل لیکي، په بهرنیو بازارونو کې په‌کار دي چې انګور سم وساتل شي او سم ځای پر ځای شي، خو د دې کمبود له امله ډېر کله دغه انګور د افغانستان دننه په بازارونو کې پلورل کېږي.

خو د زراعت وزارت د یوه مسؤل په وینا ډېلي مېل لیکي چې له نویو کشمش‌خانو سره د انګور په کیفیت کې بهبود راغلی دی او د صادراتو ستونزې به ورسره هوارې شي.

XS
SM
MD
LG