د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۵

پاکستاني فعالان: د پاکستان او افغانستان ترمنځ بې‌باوریو ستونزې زېږولي


د پاکستان یو شمېر مدني فعالان او ځوانان چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د رغېدو په هدف کابل ته راغلي وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ بې‌باوریو ګڼو ستونزو ته لار هواره کړې.

د پاکستان مدني فعال احمد جاوید وايي، ترهګري د دواړو افغانستان او پاکستان له ولسونو قرباني اخلي او په کار ده چې د دغې پدیدې پر وړاندې ګډه مبارزه وشي.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۹» په کابل کې د افغانستان او پاکستان د ځوان سفیرانو په نامه کنفراس کې په دې اړه وویل:

"ترورېزم، افراطیت، ترهګري، فقر، بې‎کاري او ناامني هغه ستونزې دي چې د دواړو پاکستان او افغانستان ولسونه ترې ځورېږي او دغه ستونزې په یوازې ځان نه‎شي حلېدای، تر هغې چې په ګډه کار ونه‎کړو."

په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کېدو په هدف کابل ته د پاکستاني پلاوو تګ راتګ ډېر شوی دی.

د کابل او اسلام‎اباد اړیکې له شااوخوا دوو کالو راهیسې د بېلابېلو دلایلو له کبله خړې پړې دي.

افغان حکومت ادعا کوي چې پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې رښتینې همکاري نه‎کوي او په افغانستان کې ډېری ترسره شوې حملې د پاکستان په خاوره کې طرح شوې دي.

پاکستان هم انتقاد کوي چې ګواکې د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کارول کېږي هغه ادعا چې افغان حکومت بیا تل رد کړې ده.

له دې ټولو سره سره افغان مدني فعال سید محمود یزدان‎پرست بیا په دغې غونډه کې وویل، کابل ته د پاکستان پلاوو تګ راتګ به هغه مهال ګټه وکړي چې دوی پر خپل حکومت د سیاست د بدلون په اړه فشار راوړي.

دی وايي:

"واضح پیغام چې زه‌یې غواړم، د پاکستان ځوانانو ته ورکړم، هغه دا دی چې د مهربانۍ له مخې پر خپلو سیاست‌مدارانو فشار راوړئ او یو وړه حلقه چې خپلې ګټې غواړي، باید پرېنه‎ښودل شي چې دوه لوی ملتونه په خپلو کې په جنګ واچوي."

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین سید اقا فاضل سانچارکي
د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین سید اقا فاضل سانچارکي

په ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین سید اقا فاضل سانچارکي چې هغه هم د افغانستان او پاکستان د ځوان سفیرانو په نامه کنفراس کې ګډون کړی و، ټینګار وکړ چې که هر څوک په افغانستان او پاکستان کې له ترهګرۍ ملاتړ کوي باید ځوانان‌یې مخه ونیسي.

د ښاغلي سانچارکي په خبره افغانستان او پاکستان باید د یو بل په منلو سره خپل‎منځي اختلافات د خبرو او ډیالوګ له لارې حل کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG