د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

عزیز: افغانستان-پاکستان ترورېزم ضد مبارزې پر مېکانېزم موافقه کړې


د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو چارو سلاکار ویلي، افغانستان او پاکستان له ترورېزم او ګډ دښمن سره د هماهنګې مبارزې د مېکانېزم پر جوړولو موافقه کړې ده. سرتاج عزیز دا خبره پرون له افغانستانه یوه ورغلي پلاوي ته کړې ده.

د پاکستان او افغانستان یوې ګډې کمېټې پرون پنجشنبه د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو چارو له سلاکار سرتاج عزیز او د ملي امنیت له سلاکار، متقاعد جنرال ناصر خان جنجوا سره وکتل.

دواړو خواوو موافقه وکړه چې روانه میاشت د تروریستانو پر هغو لېستونو کار پېلوي چې څو ورځې مخکې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او سرتاج عزیز د لندن په کتنه کې تبادله کړل.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر

حنیف اتمر لندن کې له سرتاج عزیز سره تر کتنې وروسته وویل چې د لویو تروریستانو لېستونه یې تبادله کړل او د همکارۍ د زیاتولو موافقه ېې هم وکړه.

سرتاج عزیز هم پرون ویلي چې دواړو هېوادونو له ترورېزم او ګډ دښمن سره د هماهنګې مبارزې د مېکانېزم پر جوړولو موافقه شوې ده.

سرتاج عزیز ټینګار کړی چې له دوه اړخېزو اړیکو او خبرو پرته د اعتماد فضا نه شي رامنځ ته کېدلای.

سرتاج عزیز په یوه رسمي بیان کې باور څرګند کړی چې افغانستان کې سوله پاکستان ته مهمه ده.

عزیز ویلي، پاکستان په حساس وضعیت کې دی، د ترورېزم له لاسه یې ضربه لېدلې او هره هڅه کوي چې خاوره یې د هېڅ ګاونډي پرضد ونه کارول شي.

د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت سلاکار، متقاعد جنرال ناصرخان جنجوا هم ویلي چې له افغانستان سره د خپل هېواد په ورورولۍ کې شک نه لري او باور لري چې کابل له سختو حالاتو سره مخامخ دی.

خو جنجوا پر دې خواشیني څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوتفاهم رامنځ ته شوی دی.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې په حواله، جنجوا ویلي چې افغانستان کې سوله او امنیت د دواړو هېوادونو لپاره مهم دي او په دې کې هم شک نه لري چې دواړه هېوادونه د یوه او بل له مرستې پرته په امن کې ژوند نه شي کولای.

اسلام اباد ته له کابل ورغلي پلاوي ویلي، د افغانستان سوله پر دواړو خواوو اغېز لري او ګډو پولو بندېدل د دواړو خواوو خلکو ته زیان رسوي.

افغان پلاوي څرګنده کړې چې د پولو تړل د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز کوي او جنجالونه زیاتولای شي.

پاکستان ته له افغانستانه په ورغلي پلاوي کې د افغانستان د سولې د عالي شورا سلاکار عبدالحکیم مجاهد، په اسلام اباد کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې د دواړو هېوادونو د ترمنځ ستونزې د خبرو او مشورو له لارې حل کېدلای شي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا سلاکار عبدالحکیم مجاهد
د افغانستان د سولې د عالي شورا سلاکار عبدالحکیم مجاهد

ښاغلي مجاهد زیاته کړه:

"زموږ کوښښ دا دی چې دواړه هېوادونه او حکومتونه هڅه وکړي چې پر اختلافاتو د تمرکز پر ځای، پر مشترکاتو تمرکز وکړي."

د پاکستان د دفاعي چارو څارونکي امتیازګل چې په اسلام اباد کې له عزیز او جنجاوي سره د افغان پلاوي په کتنه کې و، ډان ورځپاڼې ته وویل، په غونډه کې برخه وال موافق وو چې له تروریستانو سره له مبارزې پرته، پر یوه او بل لوري د تورونو پورې کول دواړه هېوادونه هېڅ ځای ته نه شي رسولای.

امتیازګل ویلي چې د پاکستاني لوري هېله دا وه چې افغان پلاوی له مثبت پېغام سره کابل ته ستون شي.

پاکستاني چارواکو له افغانستانه ورغلي پلاوي ته ویلي چې له ترورېزم سره په مبارزه کې د اسلام اباد بریالۍ هڅې هم باید له پامه ونه غورځول شي.

په دې پلاوي کې د افغانستان د ملي شورا یو شمېر غړي، د سولې د عالي شورا استازي، خبریالان او د مدني ټولنې استازي شامل دي.

د افغانستان د پلاوي او پاکستاني چارواکو ترمنځ دا غونډه پاکستان کې د امنیتي او سټراټيژیکو مطالعاتو د مرکز په همکارۍ جوړه شوې وه.

XS
SM
MD
LG