د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

دي هندو: هند د افغان ځواکونو لپاره له نورو هېوادونو الوتکې پېري


  • ګارډين

ګارډين ورځپاڼې په اروپايي هېوادونو کې د افغان پناه غوښتونکو وضعيت ته کتلي دي.

ګارډين ورځپاڼې د سويډن په يوه کمپ کې اوسېدونکو ځينو افغانانو سره خبرې کړي دي.

مقاله د يوه افغان پناه غوښتونکي مصطفی له قوله ليکي چې په افغانستان کې يې ژوند په خطر کې وو، ځکه بهر ته لاړ.

۱۷ کلن مصطفی ګارډين ورځپاڼې ته ويلي چې که بېرته افغانستان ته ولېږل شي، ژوند يې نور هم له خطر سره مخامخ کېږي او طالبان به ورڅخه پوښتنه کوي چې ولې اروپا ته تللی وو.

مقاله ليکي چې په ۲۰۱۵میلادي کال کې سويډن ته له ټولې نړۍ څخه ۳۵ زره کوچني هلکان ورغلل چې سرپرست يې نه درلود.

خو اوس سويډن خپله پاليسي بدله کړې ده.

مقاله لیکي چې شمېرې ښيي، امکان يې شته چې مصطفی له سويډنه بېرته افغانستان ته ولېږل شي.

ګارډين ورځپاڼه په دې مقاله کې لیکي چې سويډين يوازې نه دی چې افغان پناه غوښتونکي باسي بلکه برېتانيه، ناروې، هالنډ، کروشيا، مقدونيه، سربیا، فرانسه او جرمني هم افغانان يا په زوره باسي او يا هم ورته پیسې ورکوي چې په خپله خوښه خپل هېواد ته لاړ شي.

مقاله لیکي:

په ځانګړي توګه ايران او پاکستان په لوی شمېر کې افغانان له خپلې خاورې په زوره ايستلي دي.

د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې اندېښنه څرګنده کړې ده چې اروپايي هېوادونه په ډېره چټکۍ او لوی شمېر کې افغان پناه غوښتونکي ردوي او بېرته یې افغانستان ته لېږي.

مقاله لیکي:

پناه غوښتونکو ته د ملګرو ملتونو ادارې ويلي چې که خوندي هېوادونه دغه پناه غوښتونکي رد کړي، دا په دې معنی ده چې دوی د مرګ خولې ته ور اچوي.

  • دي هندو

دي هندو ورځپاڼې په دې عنوان مقاله خپره کړې ده: هند غواړي د افغان ځواکونو لپاره له نورو هېوادونو الوتکې وپېري.

د مقالې په سر کې راغلي، د افغانستان د هوايي ظرفيتونو د لوړولو په برخه کې به هندوستان د افغانستان دفاعي ځواکونو لپاره پر يو شمېر مستعملو روسي جوړ اېم ای ۳۵ الوتکو پېرلو غور کوي.

د ورځپاڼې په وينا، دا اقدام د افغانستان په اړه د نوي ډیلي او مسکو نېږدې همکارۍ ښيي.

د مقالې ليکوال وايي، هندي او افغان چارواکو له دي هندو ورځپاڼې سره په خبرو کې دا موضوع تائيد کړې ده.

د ورځپاڼې په وینا، دا اقدام د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له هغه غوښتنې وروسته شوی چې په اکتوبر مياشت کې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنیف اتمر نوي ډیلي ته سفر وکړ او هندي چارواکو مسکو ته سفرونه وکړل.

ورځپاڼې د يوه ډیپلوماټ له قوله لیکلي، د هندوستان د دفاع وزارت يو ټيم به په دې اړه د خبرو لپاره يوه ختيځ اروپايي هېواد احتمالاً سربیا يا اوکراین ته سفر وکړي.

د دې ډیپلوماټ نوم نه‎دی یاد شوی، خو له قوله يې ويل شوي چې په دفاعي چارو کې د افغانستان یو پلاوی به هم ډېر ژر ډیلي ته د خبرو لپاره لاړ شي.

XS
SM
MD
LG