د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

د مچلغو بند د جوړولو د تړون لاسلیک او د امنیت په اړه‌یې د افغان حکومت ژمنه!


د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، د مچلغو بند د پروژې په بشپړېدو سره به د پکتیا د خلکو د اوبو او برېښنا ستونزه تر ډېره هواره شي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، د اوبو او برېښنا د بندونو جوړول د حکومت له ژمنو دي او دغه ژمنې د عملي کېدو په حال کې دي.

عبدالله عبدالله چې د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومي ۰۳» په اجرائیه ریاست کې د مچلغو بند د جوړولو د تړون د لاسلیک پر مهال خبرې کولې، وویل چې د دغه بند جوړول د پکتیا د خلکو اساسي غوښتنه وه او دا د دغه ولایت د اوسېدونکو پر ژوند مثبت اغېز درلودلای شي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

ښاغلي عبدالله وویل:

"دښمنانو ته باید اجازه ورنه‌کړل شي چې د هغو ملي پروژو پر وړاندې چې خلک‌یې د جوړېدو غوښتنه لري، مزاحمت وکړي. دغه شرکت او وزارت ته ډاډ ورکوم چې امنیتي ځواکونه به د نوموړي بند د امنیت د ټینګښت په برخه کې په ښه توګه خپل مسؤلیت ترسره کړي."

د مچلغو بند د جوړولو کار څو کاله وړاندې پیل شوی و، خو د اوبو او برېښنا د وزیر په خبره، د تړون کوونکو شرکتونو ترمنځ د اختلافونو له امله‌یې چارې په ۱۳۹۳ کال کې ودرول شوې.

د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني «د پروجکټ ډیزاین اېجنسي» له روسۍ کمپنۍ سره د مچلغو بند د جوړولو د تړون د لاسلیک پر مهال وویل، د بند پر جوړلو ۲۲،۹ ډالره لګښت راځي او په جوړېدو به‌یې ۲۳۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه او ۴۰۴ کېلو واټه برېښنا هم تولید شي.

د ښاغلي عثماني په خبره، د ملي یووالي حکومت د کار له پیله تر دې دمه ۲۰۰ میلیونه ډالره د اوبو او برېښنا د بندونو پر جوړولو پانګونه شوې چې د مچلغو بند هم په‌کې شامل دی.

د اوبو او برېښنا د یو شمېر وړو بندونو تر څنګ، د ملي یووالي په حکومت کې د کجکي، سلما او کمال خان بندونو په ګډون، ځیني نور بندونه هم جوړ شوي او یا رغول شوي دي.

له دې ټولو سره سره د پکتیا والي شمیم کټوازی د حکومت له لوري د مچلغو بند له جوړېدو هرکلی کوي.

د پکتیا والي شمیم کټوازی
د پکتیا والي شمیم کټوازی

نوموړی وایي:

"له تاسو مننه کوم چې خپله کړې ژمنه مو عملي کړه. زموږ وړاندیز شرکت ته دا دی چې دغه بند په اساسي توګه ورغوي. هغه غوښته چې له کلونو راهیسې د پکتیا خلکو لرله، اوس پوره شوه."

د یاد روسي شرکت رئیس بودکدان ګریچن چې د مچلغو بند د جوړولو تړون‌یې لاسلیک کړی، وايي چې دې ته لېوال دی چې د معیارونو په پام کې نیولو سره د دا شان بندونو د جوړولو له لارې له افغانانو سره همکاري وکړي.

تر دې مخکې د ملي شورا یو شمېر غړو او خلکو دا ټینګار کړی و چې د ملي یووالي حکومت باید د بندونو د جوړولو په څېر، بنسټیزو پروژو ته ډېر پام واړوي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG