د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۶

ارسلا:په پکتيا کې به ۱۰ لويې او ډېرې وړې پروژې پيل کړو


د پکتيا والي قومونو، ولايتي شورا او مدني ټولنو ته د يوې معلوماتي غونډې په ترڅ کې وويل چې د را روان ۱۳۹۵ لمريز کال په اوږدو کې به په دې ولايت کې لسګونه لويې او وړې پروژې پيل او پلې کړي.

والي نصرت الله ارسلا خلکو ته د معلوماتو ورکولو پرمهال څرګنده کړه چې تېرې دوه اوونۍ دوی په کابل کې د ولسمشره نيولې بيا تر وزيرانو او لويو ريسانو پورې ليدنې کړې او په پکتيا کې د پلې کېدونکو لويو او وړو پروژو ژمنې ورسره شوې دي چې د عملي کېدو لپاره يې ولايتي اداره لاس پکار شوې.

نوموړي وويل، په دغو پروژو کې د پکتيا د ولسونو د غوښتنې پر اساس هغه لويې پروژې شاملې دي چې په متواتر ډول يې خلک د ولايتي او مرکزي ادارې څخه د جوړېدو او چارو پيل کېدو غوښتنې کوي.

ښاغلي ارسلا زیاته کړه:

"د سورۍ خولې بند، د مچلغو بند، د زرمت ګردېز سړک، د سېدکرم او منګلو ترمنځ غځېدلې لويه لار، د ځاځي اريوب ولسوالۍ درې برخې سړک، د باغدارۍ او ډېرو نورو برخو کې به دغه پروژې په اساسي ډول تطبيق کيږي او موږ تاسې به د دې شاهدان يو چې ډېر ژر به د دغو پروژو پرانيسته وشي او د دې لپاره بوديجه او ټول امکانات ځانګړي شوي دي."

ده دا هم وويل چې د اوس لپاره د دغو يادو شوېو پروژو له جملې يې د ډېرو عملي سروې پيل شوې او تخنيکي ډلې په سيمو کې په کار بوختې دي چې سيمه ژر تر ژره کار ته اماده کړي.

د والي د ژمنو په اړه د غونډې ګډونوالو خوښي وښوده او هيله يې څرګنده کړه چې که والي او ورسره اداره يې په يادو شوېو برخو کې کار وکړي، د پکتيا ولسونو سره شوې کلونه وړاندې ژمنې به يې عملي کړې او د خلکو زړونه لاسته وروړي وي.

د پکتيا ولايتي شورا وکيل ډاکټرعالمير بهرامزوی وايي چې په تېر کې هم مرکزي او ولايتي ادارو ورسره داسې ژمنې کړې دي، خو دوی يې د کار عملي څرک نه دی ليدلی او له والي څخه غوښتنه کوي چې په خپلو ژمنو د عملي کار لپاره کار پيل کړي.

ښاغلي ډاکټرعالمیر زیاته کړه:

"واقعاً کې دې پروګرامونو ته د عمل جامه ورواغوندل شي، ډېر هغه کارونه وو چې موږ د پکتيا بڼې ته پرې بدلون ورکولای شو او دا ډېر ستر کارونه دي."

د نوموړي په خبره، په دې ولايت کې ډېرو نورو پرمختيايي کارونو ته هم اړتيا ليدل کيږي چې د ولايتي ادارې له لوري لومړيتوبونو ته په کتو بايد عملي او پلي شي.

په دغه جوړه شوې معلوماتي او رسنيزه غونډه کې، د مطرح شويو خبرو په اړه د پکتيا ولايتي شورا پخواني ريس او قومي مخور ښايسته جان احدي وويل چې که والي په يادو شويو چارو کې بريالی شي، ښايي د پکتياوالو ډېرې هيلې زرغونې شي.

ښاغلي احدي زیاته کړه:

"که چېرې دغه پروګرامونه عملي شي، د پکتيا د خلکو لپاره به داسې کارونه وي، چې په دې ولايت کې به بهبود راولي، که عملي نه شي نو بيا به د پکتيا د خلکو ناهيلي دوه چنده شي او هيله همدغه ده، چې والي صاحب خپلې ژمنې عملي کړي."

د ده په خبره دوی به د بيارغونې په چارو کې د ولايت سره څنګ په څنګ له مرکزي حکومت څخه د خپل حق پرلپسې غوښتنې مطرح کړي او لا به هم د بيارغونې په برخه کې د کارونو غوښتنه وکړي.

والي دغه معلوماتي غونډه په داسې حال کې وربللې وه چې تېرې دوهاوونۍ يې په مرکز کابل کې له وزيرانو او لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره په ليدنو او ياد ولايت ته د مرستو جذبېدو په موخه تېرې شوې.

راپور – داود تپان- پکتيا

XS
SM
MD
LG