د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

ځینې پکتیاوال ولې دې ولایت ته د ولسمشر غني سفر ته خوشبین نه دي؟


ټاکل شوې وه چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن پنجشنبه په يو رسمي سفر پکتيا ته ولاړشي او هغلته د حکومتي ادارې ترڅنګ له يو شمېر قومي مخورو او مدني فعالانو سره هم وګوري خو سفر يې په نامعلومو دلايلو د جمعې ورځې لپاره وځنډېده.

د پکتيا ولايت يو شمېر ځوانان، مدني فعالان او قومي مخور د ولسمشر راتګ ته د پخوا په څېر هيله مند نه دي او وايي چې ولسمشر ورسره کړې پخوانۍ وعدې هم تر دې دمه نه دي ترسره کړې، د پکتيا څو تنه اوسېدونکي وايي:

طیب الدين شاهين:

"که افغان ولسمشر اشرف غني راځي ښه خبره ده خو دی دې پخوانۍ کړې وعدې پوره کړي او نوې کومه ژمنه دې نه کوي دا هم زموږ لپاره بس دي."

حاجي رحيم ګردېزی:

"د انتخاباتو په وخت اشرف غني له موږ سره ډېرې وعدې کړې يوه يې هم نه ده عملي شوې، که د امنيت په سطحه وې، د فساد مخنيوي په اړه او د غاصبينو د کنټرولولو په سطحه او داسې نورې ژمنې وې يوه هم نه ده عملي شوې او اوس هم تمه او توقع نه لرو چې د ده راتګ سره به دلته څه کار وشي يا به خپلې وعدې عملي کړي که دی له پکتياوالو سره ښه کوي هغه خپلې کړې وعدې دې پوره کړي ورته."

فضل حق:

"د مچلغو بند، زرمت سړک او نورې ډېرې وعدې يې کړې وې چې يوه يې هم سرته نه ده رسولې او نه دومره مطمين يو چې دی به راشي او زموږ ستونزې به حل شي."

يوازې دغه درې تنه نه دي چې ناهيلي دي او وايي افغان ولسمشر ورسره کړې پخوانۍ وعدې نه دي پوره کړې د پکتيا ښځينه مدني فعالانې هم په دې نظر دي چې د اشرف غني راتګ د ښځو په ژوند کوم تاثير نه لري او له هغه پيله تر دمه په پکتيا کې د دوی لپاره کار نه دی شوی، مدني فعالې پروانې پکتين ازادي راډيو ته وويل:

"د افغان ولسمشر راتګ پکتيا ته د ښځو په ژوند هېڅ مثبت اغېز نه لري؛ ځکه ده ته نمايشي ښځې او مدني فعالانې ورځي او هغه څه چې ښځې له ستونزو سره مخ دي نه وروستل کېږي او نه ورته ويل کېږي که واقعاً د ده راتګ داسې وای چې عامې ښځې او خلک ورسره ناست وی له واقعيتونو او ستونزو به خبر شوی وی ښايي لږ څه حل لار يې ورته موندلې وی خو داسې څه موږ نه وينو."

دې دا هم وويل په دې ولايت کې تش په نوم د ښځو د ژوند ښکېدلو غږ پورته شوی خو تر اوسه پورې نوي حکومت د ښځو د ژوند د ښه والي لپاره عملي کار نه دی کړی او نه يې کومه بېلګه موجوده ده.

په پکتيا کې مدني فعالان او ځوانان په دې اند دي، که چېرته افغان ولسمشر خپلې کړې پخوانۍ ژمنې يوه برخه هم عملي کړې وی دوی به يې راتګ ته خوشالي کوله، د تېرې ځوانانو د ټولنې مشر احمدالله احمدي په دې اړه وايي:

"په تېرو درېيو کلونو کې چې افغان ولسمشر اشرف غني واک ته رسېدلی دی د پکتياوالو لپاره هغه څه چې لازم دي او بايد شوي وی نه دي شوي او خلک مايوسه او خپه دي د صحت بخش، د پوهنې برخه او د بيارغونې ملکي خدماتي ادارې ستونزې پر ځای پاتې دي يعنې ستونزې اضافه شوې او کمې شوې نه دي د بيارغونې په برخه کې کړې وعدې يې نه دي پوره کړې اوس هم که وعدې وکړي ښه نه ده عملاً بايد کار وکړي هغه ژمنې چې د ټاکنيز کمپاين پرمهال يې کړې، که پنځوس فيصده يې هم عملي کړې وی نو اوس به خلک خوشال وو خو زه په ډاډه درته وايم چې پنځه سلنه کارونه يې هم په دې ولايت کې نه دي ترسره کړي."

لا هم نه ده معلومه چې افغان ولسمشر اشرف غني به د دې رسمي سفر په ترڅ کې چې پکتيا ته يې لري له کومو ادارو او خلکو سره ګوري او په کومو موضوعاتو به بحث کوي.

راپور: داود تپان

XS
SM
MD
LG