د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۶

د پکتيا علماوو شورا: د ارګ او ممبر ترمنځ فاصله لا زیاته شوه


د پکتيا علماوو شورا مايوسي څرګندوي چې له دوی سره افغان ولسمشر يوه وعده هم نه ده پوره کړې.

د پکتیا علماوو شورا رئيس مولوي خواجه الدين حقبيان ازادي راډيو سره په يوه ځانګړي مرکه کې افغان ولسمشر اشرف غني له علماوو سره په کړو ژمنو کې پاتې وګاڼه او څرګنده يې کړه چې ورځ تر بلې د دوی او ارګ ترمنځ فاصله زياتېدونکې ده.

د ده په خبره چې ورځ تر بلې په مدارسو او جوماتونو کې د علماوو ستونزې زياتېږي او د حل په موخه يې ولسمشر ته طرحه لري خو د ارګ او ممبر ترمنځ د دوی په خبره چې تر پخوا فاصله زياته شوې نه شي کولای له نېږدې ولسمشر ته خپله طرحه وړاندې کړي.

نور په مرکه کې واروئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:17 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG