د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۳

عثماني: د کمزوري مدیریت له امله تر اوسه یو بند هم نه دی بشپړ شوی


د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر وايي چې د کمزوري مدیریت له امله تراوسه هم د ابو او انرژۍ د تولید سترې پروژې ګټې اخیستنې ته چمتوی شوی نه دی.

که څه هم په افغانستان کې د برېښنا د تولید په بندونو سلګونه میلیونه ډالر لګول شوي او څه باندې یوه لسیزه ورباندې کار روان دی؛ خو د اوبو او انرژۍ وزیر وايي چې تراوسه یو بند هم ګتې اخیستنې ته نه دی چمتو شوی.

د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني د یکشنبې په ورځ د خپل کار د سل ورځني کاري د تشریح پرمهال وویل؛ د کار کم سرعت او ضعیف نظارت د دې لامل شوی چې د سترو پروژو د بشپړېدوچارې ټکنۍ شي:

((د افغانستان د بندونو په اړه باید ووایم چې تراوسه هیڅ یو بند نه دی تکمیل شوی؛ ځینې بندونه تر مطالعې او یا هم تر اجرا لاندې دي؛ دامهال موږ د بندونو جوړلو شپږ پروژې تر کار لاندې لرو؛ دا چې ولې نه دي بشپړ شوي، علتونه یې د وزارت له خوا په بندونو باندې د کیفیت او سرعت له پلوه کمزوری نظارت و؛ دامهال موږ په پروژو باندې د یوه واحد نظارت د رامنځته کېدو په کمېټه کار کوو.))

هغه زیاته کړه، د نظارت د یوې ګډې اختصاصي کمېټه په رامنځته کېدو یې کار پیل کړی؛ څو د بنسټیزو پروژو چارې د سرعت او کیفیت له پلوه وارزوي.

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې دامهال په فاریاب کې د المار؛ په کابل کې د شاه عروس؛ په هرات کېپاشتان او سلما، په پکتیا کې د مچغلو او اندخوی په بندونو کارونه روان دي.

د اوبو او انرژۍ وزیر وویل چې د سلمان بند ته به د جولای په میاشت کې اوبه ورپرېښودل شي؛ خو په دې اړه یې له سفارت او یا قرارداي کمپنۍ څخه رسمي مکتوب نه دی ترلاسه کړی.

سلما بند چې چارې یې نږدې په بشپړېدو دي؛ د افغانستان په لویدیځ د هرات ولایت په چشت شریف ولسوالۍ کې موقعیت لري؛ لومړی ځل یې چارې د داوود خان په وخت کې او بیاځلي چارې یې په ۱۳۸۷ کال کې پیل شوې او ټاکل شوې وه چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې یې کار بشپړ شي.

افغان حکومت وايي چې د پکتیا مچلغو بند د کار چارې د قراردادي کمپنیو ترمنځ د ستونزو له امله په ټپه درول شوې.

د چارو کارپوهان وايي چې په افغانستان کې د سترو بنسټیزو پروژو د کار چارې د ګاونډیو هېوادونو د لاسوهنې او د افغان حکومت د کمزوري مدیریت له امله ټکنۍ شوې دي.

د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال ازادي راډيو ته وویل؛ د نړیوالو نه پام هم د دې لامل شوی چې په افغانستان کې بنسټیز کارونه ورو شي؛

((د درېیو لاملونه له وجهې یو د افغان حکومت ناتواني؛ دویم د ګاونډیو هېوادونو مداخله او درېیم د نړېوالې ټولنې یا ډونرانو نه پاملرنه لامل شوي چې د بنسټیزو پروژو کارونه ورو شي.))

د نړېوالو کنوانیسیونو له مخې او له حقوقي پلوه افغانستان د خپلو روانو اوبو د بشپړ ملکیت خاوند دی.

د چارو کارپوهان حکومت ته سپارښتنه کوي چې په دې برخه کې قوي دریځ غوره کړي او هغه بنسټیزې پروژې چې تر کار لاندې دي او یا یې کار د ځینو ستونزو له امله درول شوی له سره پیل کړي؛ څو له یو پلوه د پروژو په پلي کېدو سره افغانستان له خپلو اوبو څخه ګټه واخلي او له بل پلوه خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

ویل کېږي چې اوسمهال د افغانستان ډیرې ولایتونه د برېښنا د نه شتون له جدي ستونزې سره مخ دي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG