د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۵

مچلغو بند، يوه هېره افسانه


له ډېر پخوا راهيسې د پکتيا اوسېدونکي د مچلغو بند او په دې ولايت کې د نورو وړو بندونو د تړلو اوجوړېدو غوښتنه کوي، خو د کرزي د انتقالي دورې راهيسې له دې خلکو سره ژمنې کيږي چې د بندونو تړولو په اړه به يې جدي اقدام وشي، يوتن وايي:

تاسې اوس په هغه سيمه کې ولاړ يئ چې د بند صفري نقطه ده، دا دی وينئ چې امنيتي چارواکي شته،پوستې موجودې دي، خلک موجود دي، همکاري موجوده ده، ولې بدبختانه که کوم کار شوی وي؟ تاسې وګورئ که کوم کار شوی وي

کلونه وړاندې د مچلغو بند قرارداد په مرکز کابل کې د اوبو او برېښنا وزارت له لوري د ګلف په نوم يو شرکت سره شوی، چې له سروې وروسته يې د دې بند پرانيسته د ولسونو د فشارونو له وجې درې ځله وکړه.

په لومړي ځل پرانيسته کې د پکتياوالي جمعه خان همدرد او ولايتي چارواکو د چارو د ژرپيل کېدو ژمنه، په دويم ځل يې د پټۍ په پرې کولو د کارونو عملي کېدو او په درېيم ځل پرانيسته کې چې د اوبو او برېښنا وزير اسمعيل خان هم برخه لرله په عملي ډول د کار پيل کېدو اعلان وشو، خو په تېرو څلورو کلونو کې د دومره پرانيستو سره،سره په ياده سيمه کې لا هم چارې په همغه ډول ټکنۍ روانې دي، په ياده سيمه کې شته ځينې کسان راته وايي :

هوا تاسې ښه وينئ چې ښه نورماله ده، يخ نشته، د شرکت واله څوک نشته او د کار يوه نمونه هم نشته

بل تن وايي:

کله چې افتتاح شوې ده، وزير صاحب چې راغلی و تقريباً ډېر وخت تېر شو، صرف هغه څو برمې راغلې هغو هم هغه څه ډول چې قرارداد شوی وو، هغسې کار نه دی کړی، کار ډېر سست روان دی
د کاغذونو پر سر امضاګانې شوې دي وزير صاحب اسمعيل خان راغلی وو، دلته درې وارې افتتاح شوې ده، د افتتاح هغه کاڼي لا هم په خپل ځای پراته دي، د دغه سټېج له سره يې اعلان کړل چې دوی به د ګلف شرکت قراردادي ته اته ميلونه ډالر ورکوي او ورته ويل يې چې سبا راشه چې زه د تا پيسې درکړم او له دې مخکې د سروې له پاره يې هم پيسې ورکړې دي، خو تر اوسه پورې تاسې ګورئ چې د زرو ډالرو کوم کار به هم نه وي شوی

د سيمې اوسېدونکي د دې ترڅنګ چې د مچلغو بند چارې ټکنۍ ګڼي د شرکت په مسولينو د نه کار تور هم پورې کوي وايي چې دشرکت مسولين د مچلغو بند په اخيستل شوې بوديجه خپل پورنه پرې کوي او کار نه کوي، د سيمې اوسېدونکي او قومي مشر حاجي خواني جهاني او مقبل فضلي وويل :

موږه ولسونو ته خو ډېرقسمه خبرې کيږي، داسې ويل کيږي چې وزير صاحب د ګلف شرکت سره په دې پروژه کې شريک دی خو موږ ته په اسنادو ثابته نه ده، داسې معلومات هم شته چې د دې شرکت مسول په دوبۍ کې دومره قرضداری دی چې هېڅ کار نه شي کوی او د دې پروژې په پيسو خپل پورنه خلاصوي

مقبل:

دلته چې وزير صاحب راغی په هغه ورځ ماشينونه ولاړ وو، هرڅه تيار وو افتتاح وشوه موږ ويل کار به شروع شي او خوشاله وو خو کله چې وزير صاحب حرکت وکړ، ترشا يې د موټرو او وسايطو کتار هم روان وو اوس داسې اوازې دي چې په دې کې خلکو پيسې خوړلې، نه پوهېږم چې څه دي او څه دي؟؟

په ډېرو وختونو کې د داسې پروژو ځنډولو يو لامل هم امنيتي ستونزې وي، خو د مچلغو سيمې اوسېدونکي وايي چې د يادې پروژې په ساحه کې تر دې مهاله کوم امنيتي مشکل نه دی پيدا شوی چې د شرکت د کارونو د مخې خنډ وګرځي، د سيمې څو تنه اوسېدونکي :

د امنيت له نګانه خو دا منطقه ارامه ده، تاسې يې وينئ چې پوليس ولاړ دي او پوستې پرتې دي، هېڅ مشکل نشته دلته سل په سل کې امنيت دی سربازان پراته دي او ډېر ښه امنيت نه دا منطقه برخورداره ده

د شرکت مسولين خو تاسې وينئ چې څوک نه ښکاري، ولس خو له پوليسو سره همکاري کوي خو د شرکت والا خو داسې خاص څوک نشته

دلته موږ مخکې هم قرباني ورکړې بيا به يې هم ورکوو، خلک همکاري کوي دا د ټولې پکتيا کار دی، د يوې ولسوالۍ کار نه دی چې په چا احسان بار کړو

د خلکو دا ستونزې د پکتيا ولايتي شورا هم مني وايي چې د مچلغو بند چارې ټکنۍ روانې دي او هغه ډول چې ژمنه ورسره شوې کارونه ګړندي نه دي روان.
د پکتيا ولايتي شورا ريس ښايسته جان احدي وايي موږ خپلې ټولې رسمي غوښتنې له وزارت سره شريکې کړې دي چې دغه شرکت په دې ډول دا چارې پر مخ نه شي بيولی او که چېرته په کارونو کې ښه والی رانه شي نو پکتياوال به خپل تصميم ونيسي:

موږ له وزارت سره، د ولايتي ادارې له لارې په رسمي ډول په وارونو، وارونو مکتوبونه تبادله کړي دي چې که د دې شرکت کارونه داسې روان وي د پکتياوالو احساسات به راوپاروي، کارونه يې بايد تېز شي، دا شرکت دا کارونه په دې ډول په مخ نه شي بيولی بايد له سره غور پرې وشي او که په دې ډول يې پر مخ بيايي نو بيابه هېڅکله اجازه ورنه کړو چې داسې کار وکړي

موږ په پرلپسې ډول هڅه وکړه چې د اوبو او برېښنا وزارت يا د شرکت له مسولينو سره د يادې پروژې د کارونو په سستوالي او د پکتياوالو له لوري پرې د لګولو شويو تورونو په اړه وغږيږو، خو بريالي نه شوو.

راپور – داود- تپان – پکتيا
XS
SM
MD
LG