د پکتيا يو شمېر سوداګر او کروندګر وايي؛ حکومت ورسره پرته له ژمنو هېڅ نه دي کړي او په تېرو څو کلونو کې هېڅ ډول لويه مهمه اقتصادي پروژه نه لري.
د دوی په خبره، د پکتيا سرمايداران د مجبوريت په اساس د خپل ولايت پر ځای د هېواد په نورو برخو کې سرمايه ګذاري کوي.
د پکتيا د سوداګرۍ او صنايعو خونو عامل ريس ډاکټر نصير عالميار وايي، په تېرو څو کلونو کې د يو شمېر چارواکو د ناغېړۍ او نه پاملرنې پر اساس هغه ډول چې لازمه وه د اقتصادي پروژو لپاره کار نه دی شوی:
((هغه اقتصادي پروژې تر اوسه پورې تطبيق شوې نه دي؛ ولې متاسفانه ځينې چارواکو پخوا دلته ناغېړي کړې ده چې پروژې نه دي پيل شوې.
اوله پروژه چې لرو هغه ۱۰۰۰ جريبه ځمکه د صنعتي پارکونو لپاره ځانګړې شوې ده؛ موږ ۲۱ فابرېکې لرو چې دوی په شخصي ځايونو کې کار کوي او سوداګرو سرمايه ګذاري کړې ده او بدبختانه چې په تېرو شپږو کلونو کې دوی ته ځمکه نه ده توضيع شوې.
بله مهمه پروژه چې موږ يې لرو هغه د برق پروژه ده چې له کابل څخه يې لينونه راغځيږي او ډېر کرار کار پرې روان دی چې دا بايد ډېره پخوا پيل شوې او پای ته رسېدلی وای او بله پروژه د ټرانزيټ لاره ده چې د کرزي صاحب ژمنې هم وې او د اشرف غني هم؛ خو عملي کار پرې لا نه دی پيل شوی.))
نوموړی دا هم وايي چې که چېرته په روان وخت کې هم د سوداګرو او کروندګرو ستونزې په پام کې ونه نيول شي؛ ښايي ورځ تربلې په پکتيا کې اقتصادي وضعيت مخ په خرابېدو او د دې سيمې ټول سوداګر د هېواد په نورو سيمو کې سرمايه ګذاري وکړي.
د ده په خبره چې د دې سيمې ډېرو سوداګرو د حکومت له لوري د نه زمينه سازي او بشپړو اسانتياو نشتوالي په اساس و نه شو کولای چې په پکتيا کې خپله سرمايه ګذاري وکړي؛ يو ځل بيا نصير علميار:
((متاسفانه زموږ اکثره پکتياوالو د کابل په صنعتي پارکونو کې سرمايه ګذاري کړې ده؛ موږ ۴۲ کارخانې لرو چې په کابل کې يې کارونه شروع کړل؛ ځکه دلته ورته زمينه سازي نه ده شوې او د دولت حمايه نه لري.))
د پکتيا يو شمېر سوداګر او کروندګر وايي چې دوی سره تش په نوم وعدې کيږي او د کار څرک نه لګيږي؛ د باغدارانو د اتحاديې ريیس حاجي ياسين او د ګردېز يو تن سوداګر:
((۱- که موږ ته يوه داسې لويه پروژه تطبيق شوې وای چې برق وای؛ د پارک صنعتي ځمکې وېشل شوې وای؛ موږ د وزارت او دولت نه څو وارې خواستونه کړي دي؛ غوښتنې مو دا دي چې اول دې لار راته ټرانزيټ کړي؛ دويم دې برق راولي درېيم دې پارک صنعتي توضيع کړي؛ څلورم دې زموږ مېوه جاتو ته مارکېټ پيدا کړي؛ که دا کارونه نه کيږي، نو بيا اقتصاد څنګه وده وکړي.
۲- زه حاجي رحيم ګردېزی يو تن سوداګر. درې څلور کاله کيږي دلته کومه پروژه نه شته اصلاً نوم يې شته خو جوړه شوې نه ده؛ خو په هر کال کې هرڅوک چې راځي؛ که والي وي او ياوکيل غورې کوي چې داسې بندونه به جوړو دغه پروژې به پلی کوو؛ خو تر اوسه پورې يې هېڅ اثر نه معلوميږي چې دوی يې چېرته راوړي او چېرته يې جوړه کړې ده؛ زموږ له نوي والي څخه غوښتنه دا ده چې اقتصادي پروژو ته لږ توجه وکړي.))
د باغدارانو د اتحاديې ریيس حاجي ياسين دا هم وايي چې په تېرو کلونو کې په مکرر ډول دوی له مرکزي حکومت څخه په دې ولايت کې د مېوه جاتو مارکېټ غوښتنې کړې دي؛ خو تر اوسه ورته کوم بازار نه دی پيدا شوی او په خبره يې که اداره يې ستونزو ته حل لار پيدا نه کړي؛ دوی به له حکومت سره داسې چلند وکړي:
((اخر موږ دې ته مجبوريږو چې د مڼو نه موټر بار کړو چې د وزارت زارعت مخ ته يې خالي کړو يا يې د وزارت تجارت مخ ته خالي کړو او يا هم د رياست جمهوري مخ ته او ورته ووايو چې تاسو موږ ته نيالګي راکړي وو او دا دې په ثمر ورسېدل اوس موږ څه پرې وکړو.))
په پکتيا کې د سوداګرۍ او صنايعو ريیس رشاد باختري د سوداګرو ستونزې په بشپړ ډول تاييدوي او وايي، تر اوسه پورې دلته حکومت د سرمايه ګذارۍ لپاره هېڅ ډول اسانتياوې نه دي برابرې کړې.
دی زياتوي چې په دې ولايت کې د سوداګرۍ د ودې لپاره شته اقتصادي پروژې نه دي پيل شوي او د نامعلومو ستونزو له امله تر اوسه پورې ځنډېدلې دي:
((په پکتيا کې د سرمايه ګذاري د پېش زمينه يا زمينه سازي لپاره شپږ پروژې وې چې بس کېدې؛ بعضې يې څلور پينځه کاله مخکې شروع شوې دي او دغه پروژې تر اوسه پورې تطبيق شوې نه دي.))
نوموړی دا هم وايي، ډېرې داسې پروژې شته چې د نورو هغو لپاره زمينه سازي ګڼل کيږي او بايد مرکزي حکومت ورته پاملرنه او ولايتي اداره يې په کارونو اقدام وکړي؛ څو پورې د پکتيا د اقتصادي ودې لپاره زمينه برابره شي.
همدا خبرې د پکتيا يو شمېر مدني فعالان او د چارو کتونکي هم کوي وايي؛ په پکتيا کې هغه مهمې پروژې چې د نورو لپاره اساس ګڼل کيږي؛ نه دي پلی شوي، مدني فعال او د چارو کتونکی سميع الله پيوند وايي:
((پروژې پلی شوي دي، ولې په اقتصادي برخه کې چې د پام وړ بنسټيزې پروژې دي؛ لکه د برېښنا او صنعتي پارکونو توضيع کېدل دي؛ ټرانزيټ لاره ده، ځينې نورې پروژې دي، هغه اساس د سوداګرۍ دي او سوداګري پرې ولاړه ده؛ تر اوسه پورې نه دي پلي شوي.))
دا چې په پکتيا کې د سوداګرو ستونزې تر کومه برېده پورې د ولايتي ادارې مسوولين مني؛ د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي ازادي راډيو سره په خبرو کې ومنله چې ډېر شمېر پروژې يې له ځنډ او خنډ سره مخ شوې دي:
((د پکتيا په ولايت کې لويې پروژې، لکه د مچلغو بند، د ځاځي اريوب سړک، د زرمت سړک، ۱۰۰۰ جريبه ځمکه چې د صنعتي پارکونو لپاره ځانګړې شوې چې بنيادي کارونه دي؛ د ملک د ډېرو نورو سيمو په شان دغه پروژې له ځنډ او خنډ سره مخ شوې دي؛ د دې پروژو د ځنډ سبب دا نه و چې په پکتيا کې دا ظرفيت نه و موجود چې دغه ځمکه دې ملي تاجرانو ته ورکړي او دا هم نه و چې تاجرانو دا نه غوښته چې ځمکه ورته ووېشل شي. ولې متاسفانه بايد ووايم چې مرکزي حکومت دې، دغې مسالې ته جدي نظر وکړي.
دا بايد ووايم چې دغه ستونزه به نه يوازې په پکتيا کې موجوده وي؛ ښايي د هېواد په نورو سيمو کې هم دا ستونزه محسوسه وي.))
د اقتصادي پروژو نه پيل کېدل په پکتيا کې د سوداګرۍ د ودې مخه ډب کړې او د پکتيا ډېر سوداګر وايي چې که اساسي او بنسټيزې پروژې لکه برېښنا؛ د اوبو بندونه، د جوسو فابریکې او نورې ډېر ژر پيل او چارې يې بشپړې نه شي؛ سوداګر به همداسې له ستونزو او چلېنجونو سره مخ وي.
راپور: داود تپان- پکتيا