له ماینونو د اغېزمن شويو افغانانو مؤسسه یا السو وايي په وروستیو پنځو کلونو کې د نړۍ په کچه په افغانستان کې د ماینونو قربانيان زیات دي.
السو وايي، سره له دې چې په افغانستان کې د ماینونو د شنډولو په برخه کې په لسګونه مؤسسې کار کوي، خو بیا هم د نړۍ په کچه تر یمن وروسته افغانستان دوهم هېواد دی چې د ماینونو قربانيان پهکې زیات دي.
د دغې مؤسسې مسؤلینو د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۳» د ۲۰۱۶ میلادي کال د ځمکنیو ماینونو نه د څار د نړیوال راپور د وړاندې کولو پر مهال وويل چې په ۲۰۱۵ ميلادي کال کې په افغانستان کې د ماینونو د قربانیانو شمېر ۱۳۱۰ تنو ته رسېده، خو په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په دغه رقم ۶۳۳ تنه نور هم ورزیات شوي دي.
د دغې مؤسسې مشر اسلام محمدي وايي، دغه کسان د چسپکي ماینونو، د سړک غاړې ماینونو، خوشهيي بمونو او ناچاودو موادو د چاودنو قرباني شوي دي.
دی زیاتوي:
"له بدهمرغه په تېرو پنځو کلونو کې د نړۍ په کچه په افغانستان کې د ماینونو له امله د قربانیانو شمېر لوړ وو. په افغانستان کې نهیوازې د ماینونو قربانيان کم شوي نهدي، بلکې زیات شوي دي. په ۲۰۱۵ میلادي کال کې یې شمېر ۱۳۱۰ تنه وو، په ۲۰۱۶ کال د قربانیانو ۱۹۴۳ تنو ته رسېدلی چې ۶۳۳ تنه قربانیان زیات شوي دي."
ښاغلی محمدي وايي، په افغانستان کې د ماینونو له امله اغېزمن شوي خلک د ټولنیزو، کلتوري، روغتيايي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي او په خبرهیې حکومت د دغو ستونزو د هواري لپاره د پام وړ کار نهدی کړی.
د ښاغلي محمدي په وینا، سره له دې چې په افغانستان کې د ماین پاکۍ یو شمېر مؤسسې کار کوي، خو اوس هم په ۶۰۰ کېلو متر مربع ځمکه ماینونه موجود دي.
له ماینونو د اغېزمن شویو افغانانو د مؤسسې د راپور له مخې په ۲۰۱۶ ميلادي کال کې د نړۍ په کچه څه باندې اته زره کسان د ماینونو او ناچاودو مهماتو قرباني شوي چې ۷۸ سلنه قربانيانیې ملکي وګړي دي.
د دغه راپور له مخې په ملکي قربانیانو کې ۴۲ سلنه ښځې او ماشومان دي.
په ورته وخت کې یو شمېر هغه کسان چې د ماینونو او د ناچاودو توکو د چاودنې له امله ټپیان شوي شکایت کوي چې حکومت د دوی ستونزو ته پام نهدی کړی.
له دې ډلې امنه عظيمي وايي:
"معلولې ښځې، نجونې او ماشومان د ټولنې اغېزمن شوي کسان دي. دوی د رواني، اقتصادي، روغتیايي، کلتوري، سیاسي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي. په دې برخه کې د پام وړ او هر اړخیزه کارونه نهدي شوي."
له دې ټولو سره سره د کار او ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د "به زیستۍ او توانمندۍ" د برخې مشر سید عالم هاشمي وايي، د یو شمېر دغو اغېزمن شویو کسانو د ستونزو د هواري لپاره کار شوی، خو بسنه نهکوي او باید لا ډېرې هڅې وشي.
دی زیاتوي:
"موږ د معلولو کسانو پر یوې برخې ځمکې وېشو او په تېرو څو کلونو کې د شهیدانو د وارثینو لپاره مو تحصیلي بورسونه هم لرل چې د هند په ګډون ځینو هېوادونو ته استول شوي چې ځیني یې فارغ شوي او ځیني لا هم په زدهکړو بوخت دي."
په ورته وخت کې د "ام. ډي. سي" د ماین پاکۍ مؤسسې رئیس عبدالوحید لېوال وايي، دغه مؤسسې چې له ۲۰۱۶ میلادي کال راهیسې یې فعالیت پیل کړی، په افغانستان کې یې د ماین پاکۍ په برخه کې کابو ۸۰ سلنه ستونزې هوارې کړې دي.
ښاغلی لېوال چې په دغې ناسته کې یې ګډون کړی و، هیله وښوده چې د دوی په هڅو سره به تر ۲۰۳۲ میلادي کاله پورې د افغانستان ټولې سیمې له ماینونو نه پاکې کړي.
راپور: شاهمحمود شینواری