د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۰۳

پر معلول افغان پوځیانو نړېوالې تبصرې


سټارس اېڼد سټرایپس خپرونې هغو معلولو افغان پوځیانو ته پام اړولی چې په یوې نړیواله مسابقه کې د غوراوي لپاره سیالۍ کوي.

د خپرونې په وینا په کابل کې د ناټو په ستره اډه کې له اویاوو زیات افغان سرتېرو چې په جګړو کې ټپیان شوي، د شنبې په ورځ په سپورټي سیالیو کې په دې تمه ګډون وکړچې د ټپیانو لپاره د نه ماتي خوړونکو په نوم نړیوالو سپورټي لوبو ته چې په سېپټمبر کې په ټورنټو کې جوړېږي لاره پیدا کړي.

سټارس اېنډ سټرایپس لیکي:

د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت د اډې دننه په جمنازیوم کې دغه معلول پوځیان چې ځینې پښې نه‎لري، یا په لاس ټپي یا یې هم یوه سترګه له لاسه ورکړې، د والیبال په میدان کې ناست دي او یو بل ته توپ ورګذاروي.

یو شمېر نور پوځیان له میدانه بهر وزن پورته کوي یا هم په ماشینونو کې نور بدني ورزشونه سرته رسوي.

د سټارس اېنډ سټرایپس په لیکنه د بریتانیا شهزاده هېري چې دوه ځلې یې د افغانستان په ماموریت کې ګډون کړی دغه لوبې درې کاله مخکې د دې لپاره پرانیستلې چې په جګړو کې د ټپي شویو جنګیالیو د قربانیو قدر وشي او هم هغوی ته روحیه ورکړل شي.

دوه دغه نړیوالې لوبې په لندن او فلوریډا کې ترسره شوي دي.

د خپرونې په وینا په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې دغو افغان پوځیانو ته وویل چې دغه لوبې تاسو ټولو ته د هغو کارونو په خاطرچې ترسره کړي مودي، زموږ له لوري د درناوي او ستاینې ښودنه کوي.

جګړن یوجین روزیل چې د ناټو له‎خوا د افغانستان د ملي اردو د ۲۰۱ نمبر قوله اردو پوځیانو ته د روزنکي په توګه ګومارل شوی وویل، د غوراوي لپاره دغه تمرینونه او لوبې هغو ته چې ډېر ېې تر اوسه په پوځ کې دنده ترسره کوي د دې یو بل فرصت دی چې د جګړې په ډګر کې نه بلکه په نړیوال ډګر کې د خپل هېواد استازیتوب وکړي.

ډیفینس ون انټرنیټي:

امریکایۍ ډیفینس ون انټرنیټي خپرونې بیا د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوې سټراټیژۍ ته پام اړولی او لیکي:

د افغانستان په اړه د ټرمپ نوې څېړل شوې سټراټیژي د یوه نرم ځواک ماموریت ته هم اړتیا لري.

د لیکوالې په باور روغه جوړه او پخلاینه یوازې هغه وخت عملي کیدای شي چې ازاد ډیالوګ موجود وي او خلک د ګډو ګټو او اهدافو لپاره کاروکړي.

ډیفینس ون ليکي، امریکا په نړۍ کې د خلکو د زړونو او فکرونو د خپلولو لپاره اوږد تاریخ لري.

د دغې پالیسۍ د هڅو په محورکې باید سیمه ییز اقتصاد او ادارو ته وده ورکړل شي، د ټولنو اقتصادي وضعیت ښه شي او د یو لړ کارونو په ترسره کولو سره هر افغان ته داسې انګېزه ورکړل شي چې هغوی د افراطیت له لارې را وګرځوي.

XS
SM
MD
LG