د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۶

د افغان معلولینو ستونزې او غوښتنې!


يو شمېر افغان معلولین د خپل ناوړه اقتصادي وضعیت څخه رنځ وړي او له حکومته د مرستې غوښتنه کوي.

د ډسمبر درېیمه چې د لیندۍ د میاشتې له ۱۲ مې سره سمون خوري، د معلولینو د نړيوالې ورځې سره برابره ده.

دغه ورځ په افغانستان کې په داسې حال کې لمانځل کېږي چې افغان معلولین له ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

افغان معلولین وايي، د حکومت ژمنې يوازې د شعار تر حده پاتې شوي او د عمل جامه يې نه ده اغوستې.

دوو تنو معلولینو نصرالله او انجام الدین ازادي راډیو ته وویل چې حکومت له معلولینو سره د کاري زمینو د برابرولو، د استوګنې د نومرو د ورکړې او يو شمېر نورو برخو کې په خپلو کړیو ژمنو عمل نه دی کړی.

دوی زیاتوي:

"حکومت چې موږ سره کومې ژمنې کړي، يوه يې هم نه ده عملی کړې، له موږ سره د کار او نومرو لپاره ژمنې شوي، خو تراوسه نه دي عملي شوي، نو موږ اوس سوال وکړو او که غلا؟ نه پوهېږو."

"د معلولینو وضعیت خراب دی، دولت موږ ته په کال کې ۶۰ زره افغانۍ راکوي چې د کور کرایه هم نه کېږي، اسمان مو بړستن او ځمکه مو توشکه ده، حکومت ډېرې ژمنې کړي، خو عملي شوي نه دي."

د دغو قربانیانو ډېری یې په تېرې ۴۰ کلنې جګړې کې معلول شوي دي.

دغه معلولین چې ډېری یې د کورونو لپاره نفقه راوړنکي هم دي، وايي چې د شاقه کارونو توان نه لري او حکومت هم د دوی د لاسنیوي لپاره د پام وړ اقدمات نه دي کړي.

له معلولینو سره تر خبرو وروسته دا معلومېږي چې دوی پر نورو ستونزو سربېره په ټولنه کې د دوی پر وړاندې له کنایو او د ژبې له زخمونو ځورېږي.

د اکثرو افغانانو په ذهن کې معلولین ناتوانه بلل کېږي.

غلام نجیب له تحقیرامیز نظره ځورېږي او وایي:

"زموږ ستونزه دا ده، کله چې په ښار کې تګ راتګ کوو، خلک له موږ سره په بده لهجه خبرې کوي، هغوی زموږ عیبونه زموږ مخ ته ږدي او مسخره کوي مو."

جګړې، انتحاري حملې، د سړک د غاړې ماینونه او د پولیو ناروغي په افغانستان کې د معلولینو د شمېر د زیاتېدو عمده لاملونه بلل کېږي.

په افغانستان کې دوه ډوله معلولین شته چې يو یې جنګي او بل یې مادرذاتي یا پیدایښتي معلولین دي.

که څه هم په افغانستان کې د معلولیونو کره شمېر نه دی معلوم، خو د راپورونو پر اساس، د معلولیونو شمېر یو میلیون تنه ښودل شوی دی.

خو د افغانستان د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو وزارت وايي، له دوی سره ۱۲۰ زره تنه معلولین ثبت دي چې له حکومته خپل حقوق ترلاسه کوي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، بشپړ معلولین هر کال ۶۰ زره افغانۍ او قسمي معلولین هر کال ۳۰ افغانۍ له حکومته ترلاسه کوي.

بل خوا د سره صلیب نړیواله کمېته وايي، د وخت په تېرېدو سره د معلولینو په شمېر کې زیاتوالي راځي او هر کال ۱۰ زره معلولین اضافه کېږي.

د دغې کمېټې ویاند سیاووش کهزاد ازادي راډيو ته وویل چې د معلولینو شمېر ته په کتو، د دوی مرستې بسنه نه کوي.

ښاغلی کهزاد وايي، د نا امنیو له امله دوی نشي کولای چې اړو خلکو ته خپلې مرستې ورسوي.

ښاغلی کهزاد وایي:

"زموږ شمېرنې ښيي چې شااوخوا ۱۶۲ زره تنه زموږ د ارتوپیدي په ۷ مرکزونو کې ثبت دي چې هر کال په کې ۹۵۰۰ تنه نور اضافه کېږي او موږ هر کال شااوخوا ۲۰ زره مصنوعي لاسونه او پښې تولید او وېشو."

ښاغلی کهزاد وايي، په دغو مرکزونو کې یې ډېرو معلولینو ته د کار زمینه هم مساعده کړې چې د معلولینو په روحیه یې مثبت اغېز کړی.

دغې کمېټې په افغانستان کې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسي د خپلو فعالیتونو په لړ کې، د جنګي بندیانو، معلولینو، د جنګ قربانیانو او بې ځایه شویو کورنیو او افرادو ته روغتیايي او غذايي اسانتیاوې برابرې کړي.

د شمېرنو له مخې، اوسمهال د نړۍ د ټول نفوس نه نېږدې ۱۵ سلنه یې له يو ډول معلولیت سره ژوند کوي.

سواد او مسلکي زده کړو ته نه لاسرسی، د افغان معلولینو بله ستونزه ده.

افغان معلولین وايي، د دوی زیاتره معلول اولادونه د سواد او مسلکي زده کړو له نعمته بې برخې دي.

خو د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د معلولینو لپاره یې ۱۲ تعلیمي مرکزونه جوړ کړي چې دوی په کې د سواد ترڅنګ، مسلکي زده کړې هم ترلاسه کوي.

کبیر حقمل
کبیر حقمل

د دغه وزارت د خپرونو مسؤل کبیر حقمل وایي:

"په ټوله کې موږ دا دعوا نه کوو چې د معلولینو ټولې ستونزې مو هوارې کړي، خو تر يوه بریده مو په مرکز او ولایتونو کې دوی ته امکانات برابر کړي دي."

بل خوا د افغانستان د معلولیت لرونکو کسانو سراسري شورا وايي، د هرې ورځې په تېرېدو سره د حکومت توجه معلولینو ته مخ په کمېدو ده.

د دې شورا مرستیال داود سیال ازادي راډیو ته داسې وویل:

"هغه څه چې په قانون کې راغلي، دوه سلنه يې هم نه دي عملي شوي او ورځ تربلې معلولینو ته د حکومت توجه کمېږي او د دې پرځای چې وضعیت ښه شي، نور هم خرابېږي."

د دغې شورا مسؤلین وایي، د تېرو څو کلونو معاشونه یې لا په حکومت باقي پاتې دي.

خو د تقاعد د خزانې رئیس ګل محمد منتظر معلولینو ته په وخت د دوی د حقونو نه رسېدو لامل د ماليې وزارت له خوا، دوی ته په وخت سره د تخصیص نه ورکول یادوي.

په ورته وخت کې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت د يادو ستونزو په تائید سره وايي چې د دوی فعالیتونه د معلولینو لپاره کافي نه دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالفتاح عشرت احمدزی وایي:

"زه منم، هغه امکانات چې معلولینو ته ورکول کېږي، ډېر ناڅيزه دي او د قانون له مخې د دوی له ډلې درې سلنه يې باید موږ سره په ادارو کې کار وکړي، خو له بده مرغه چې دغه قانون په سمه توګه نه پلی کېږي."

په همدې حال کې د ولسي جرګې د معلولینو او شهیدانو کمېسيون وايي، حکومت تردې مهاله نه دی توانېدلای چې معلولینو ته اساسي خدمات وړاندې کړي.

د دغه کمېسون غړی یوسف صابر وايي، د معلولینو د حقونو، سرپنا او توانمندۍ په برخه کې جدي کار ته اړتیال لېدل کېږي.

ښاغلي صابر زیاته کړه:

"معلولین د سرپناه له ستونزې سره مخ دي او زیاتره یې په رواني ناروغینو اخته شوي دي، حکومت تردې مهاله نه دی توانېدلای چې د معلولینو د ستونزو د هواري لپاره يوه جامع او علمي پالیسي ولري."

ښاغلی صابر وړاندیز کوي چې معلولینو ته د روحیې ورکولو لپاره باید د دوی په قانون کې تعدیل راشي.

د ده په خبره، د حکومت ترڅنګ خصوصي سکټور هم باید د معلولینو د ستونزو د هواري په برخه کې، خپل مسؤلیت ادا کړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG