د لاسرسي لېنکونه

افغانستان لاهم د ماینونو د قرباني هېواد په توګه نړۍ کې لومړی ځای لري


افغانستان لاهم د ماینونو د قرباني هېواد په توګه په نړۍ کې لومړی ځای لري.

په افغانستان کې شااوخوا ۵۰ مؤسسې او بېلابېل بنسټونه د ماینونو د له‌منځه وړلو او عامه پوهاوي په برخه کې کار کوي خو لاهم افغانستان په نړۍ کې د ماینونو د پوښښ له اړخه څلورم او د ماینونو د قرباني هېواد په توګه لومړی ځای لري.

طبیعي پېښو ته د رسېدنې په برخه کې د دولت وزارت وايي، په افغانستان کې د جګړې دوام او د ماینونو د له‌منځه وړلو لپاره د بودجې نه‌موجودیت د ماینونو د له‌منځه وړلو د بهیر په وړاندې جدي ننګونې دي.

د دغه وزارت د ماین پاکۍ برخې د همغږۍ مشر محمد شفیق یوسفي وویل:

"په افغانستان کې روانه جګړه د دې لامل شوې چې زیاتې سیمې په ماینونو او تعبیه شویو موادو وپوښل شي او تر څنګ‌یې په ځینو سیمو کې زموږ د ماین پاکۍ بهیر یې هم له ننګونو سره مخ کړی دی."

افغان چارواکو دغه څرګندونې په کابل کې د ماین پاکۍ په اړه د عامه پوهاوي د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړې.

طبیعي پېښو ته د رسېدنې په برخه کې د دولت وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په افغانستان کې ۱۰۰۰ کېلو متره مربع ځمکه په ماینونو پوښل شوې او د جګړو له کبله دغه سیمې ورځ تر بلې پراخېږي.

که څه هم ټاکل شوې وه چې افغانستان تر ۲۰۲۳ کاله پورې په بشپړ ډول له ماینونو او نا چاودېدونکو توکو څخه پاک اعلان شي خو د جګړې دوام او په افغانستان کې د ماینونو د له‌منځه وړلو په برخه کې د مرسته کوونکو هېوادونو ناچیزې مرستې دغه هدف ته رسېدل ستونزمن کړي دي.

د افغانستان ډېرې برخې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر مهال په ماینونو وپوښل شوې.

د چارواکو د معلوماتو له مخې افغانستان یوازې د هغو سیمو تصفیې ته چې له ۲۰۰۱ کال وړاندې په ماینونو او ناچاودېدونکو توکو پوښلې وې ۵۵۰ میلیونه امریکايي ډالرو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې له ۲۰۰۱ کال راپدې‌خوا سلګونه کېلو متره نورې سیمې هم د افغان دولت د وسله‌والو مخالفینو له‌خوا په ماینونو پوښل شوې دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدنې په برخه کې د دولت وزیر ویس احمد برمک هم د ماین پاکۍ په اړه د عامه پوهاوي د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې افغانان د نړۍ د هر بل هېواد په پرتله ډېر د ماینونو قرباني شوي دي.

نوموړی وايي په منځنۍ کچه هره میاشت په افغانستان کې نېږدې ۱۵۰ تنه د ماینونو او ناچاودېدونکو توکو د چاودنې له کبله وژل کېږي.

ښاغلی برمک د دغې ستونزې د هواري لپاره د نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو مالي ملاتړ حتمي بولي.

نوموړي زیاته کړه:

"په ۲۰۱۶ کال کې هره میاشت په منځنۍ کچه ۱۴۲ تنه یا معلول شوي او یا یې هم خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی چې زما په نظر دا شمېر ټکان ورکوونکی دی، زه د افغانستان د حکومت په استازیتوب پر نړیوالو غږ کوم چې د مهربانۍ له مخې د افغانستان د ماین پاکۍ له پروګروام څخه ملاتړ وکړي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما مرستیال مشر توبی لنزر وايي ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ماینونو د له‌منځه وړلو په برخه کې تر خپلې وسې همکاري کړې خو د ډونرانو مرستې حتمي دي.

د ښاغلي لنزر په خبره ملګري ملتونه به له افغان حکومت سره دې هدف ته د رسېدو لپاره چې دغه هېواد باید تر ۲۰۲۳ میلادي کاله پورې د ماینونو او ناچاودېدونکو توکو څخه پاک اعلان شي هر اړخیزې مرستې وکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG