د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۱

یونکر: له اروپايي ټولنې نه د بریتانیا د وتلو په اړه خبرو کې پرمختګ شوی


اروپايي کمېسیون نن په یو خبرپاڼه کې وویل چې له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو په اړه په خبرو کې ډېر ښه پرمختګ شوی.

د اروپايي کمېسیون مشر ژان کلود یونکر وروسته له دې چې نن سهار «۱۳۹۶کال لېندۍ۱۷»وختي يې د بریتانیا له صدراعظمې تریزا مې سره کتنه وکړه په یوه بیان کې وویل، په دې خبرو کې هغه پرمختګ ترلاسه شو چې ورته اړتیا لیدل کېده.

ښاغلي یونکر هغه کارونه هم یاد کړل چې باید په راتلونکي کې ترسره شي.

ژان کلود یونکر
ژان کلود یونکر

یونکر وویل:

"اجازه راکړئ په زغرده ووایم چې لاهم ډېر کارونه شته چې باید وشي، ګډ راپور د بریتانیا د وتلو موافقه نه ده، د دې موافقې طرح باید د مرکچیانو له خوا او د هغو اصولو پربنسټ جوړه شي چې پرون او نن مو خبرې پرې وکړې، بیا د اروپايي شورا له خوا تائید او ورپسې د بریتانیا او اروپا د پارلمانونو له خوا تصویب شي."

د بریتانیا صدراعظمې تریزا مې هم له نننۍ کتنې وروسته د شویو پرمختګونو یادونه وکړه او ویې ویل دا هیله منه ده چې په دې اړه رسمي موافقه به د راتلونکې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې د اروپايي ټولنې په سرمشریزه کې تائید شي.

مېرمن مې له اروپايي ټولنې وتل- بریکزیت هغه پرېکړه وبلله چې د بریتانیا خلک یې پوره عملي کېدل غواړي.

تریزا مې
تریزا مې

نوموړې زیاته کړه:

"زه د دې لرلید ډېر زیات هرکلی کوم چې د سوداګرۍ او امنیت په برخو کې د خبرو بل پړاو پرمخ ولاړ شي او موږ د خپلو راتلونکو ښو اړیکو پر هغو مثبتو اړخونو بحث وکړو چې د ټولو په ګټه وي، ما تل دا خبره کړې ده چې موږ له اروپايي ټولنې سره ژور او خاص شراکت غواړو او باید د بریتانیا د خلکو دا پرېکړه عملي کړو چې د ۲۰۱۹ کال تر مارچ میاشتې له اروپايي ټولنې وزو."

ټاکل شوې چې د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو په بل پړاو کې به له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو د انتقالي مودې او د دواړو خواوو ترمنځ په سوداګرۍ او نورو برخو برخو کې د اړیکو د راتلونکې په اړه خبرې وشي.

XS
SM
MD
LG