د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۰۹

کري: د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه دې د بریتانیا پیروي نه کوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیربه نن په بروکسل کې له خپلو اروپایي سیالانو سره له اروپایي ټولنې د بریتانیا د وتلو وروسته وضعیت په اړه خبرې وکړي.

جان کري له لندن او بروکسل څخه غوښتي دي چې له اروپايي ټولنې د برېتانیا د وتلو د ټولپوښتنې له نتیجې وروسته خپله برخه مسوولیتونه ترسره کړي.

په دې اړه د نړیوالو عکس العملونو په ترڅ کې د چین صدراعظم له دې ټولنې د بریتانیا د وتلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې خو د بریتانیا د مالیې وزیر ویلي چې که څه هم دغه اقدام به پر نړیوالو بازارونو اغېز وکړي خو د هېواد اقتصاد به یې له آزمونه بریالی ووځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له اروپایي ټولنې د بریتانیا د وتلو په درشل کې نن د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره خبرې کوي.

یوه امریکایي لوړ رتبه چارواکي ویلي چې جان کري به د ډیپلوماتیکو هلو ځلو په ترڅ کې پر دې ټینګار وکړي چې دا مهمه ده چې د اروپایي ټولنې نور غړي د برېتانیا پر پله پل کښینږدي او له دې ټولنې څخه ونه وځي.

کري پرون په روم کې د ایتالیا د بهرنیو چارو له وزیر سره له خبرو وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د اروپايي ټولنې ټول مشران باید له دې ټولنې د برېتانیا د وتلو د بهیر تداوم ته ژمن وي.

ښاغلي کري زیاته کړه:

"د مشرانو په توګه زموږ د ټولو په وړاندې مهمه مسله داده چې د امکان ترحده د ثبات او تدوام لپاره په ګډه کاروکړو چې اقتصادي بازارونه درک کړي چې د اخلال د کمولو لپاره لارې چارې شته، داسي لارې شته چې وړاندې د ځیرکانه اقداماتو په کیدو سره زموږ ګډې ګټې او ارزښتونه خوندي شي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به له بروکسل څخه لندن ته ولاړشي او په بریتانیا کې د وروستۍ ترسره شوې ټولپوښتنې وروسته به د لومړي ځل لپاره له خپل بریتانوي سیال فیلیپ هاموند سره په لوړه سطحه خبرې وکړي.

د دغې ټولنپوښتنې په نتیجه کې بریتانیا له اروپایي ټولنې وځي.

د بریتانیا وتلو په نړیوال اقتصادي بازارونو کې هم اندېښنې راپورته کړې دي.

د چین صدراعظم ویلي، دې ته په پام سره چې له اروپایي ټولنې د بریتانیا وتلو په نړیوال اقتصادي بازارونو کې بې ثباتي رامنځته کړې پکاره ده چې د یوې باثباته فضا د رامنځ ته کولو لپاره په ګډه کار وشي.

لي کیکیانګ دا خبره نن په شمالي ښار تیانجین کې یوې نړیوالې اقتصادي غوندې ته په پرانستونکې وینا کې وکړه او زیاته یې کړه:

"چین به له اروپایي ټولنې او بریتانیا سره د خپلو اړیکو ساتلو او هغو ته پراختیا ورکولو ته ژمن پاتې شي، موږ هیله من یو چې یوه متحده، باثباته اروپایي ټولنه او یوه بریالۍ بریتانیا وګورو."

په عین حال کې د بریتانیا د مالیې وزیر جورج اوزبورن ویلي چې د دې امکان شته چې له اروپایي ټولنې د بریتانیا وتل به نړیوال اقتصادي بازارونو ته زیات زیان ورسوي خو د بریتانیا اقتصاد چې د نړۍ پنځم ستراقتصاد بلل کیږي، د دې توانایي لري چې له آزمونه بریالی ووځي.

دا د جون د ۲۳ له ټولپوښتنې وروسته لومړی ځل دی چې د بریتانیا د مالیې وزیر په دې اړه څرګندونې کوي.

اوزبورن وویل، د بریتانیا حکومت په پراخو پروګرامونو کار کوي او هم د بریتانیا بانک نور اقدامات په پام کې لري.

XS
SM
MD
LG