د امریکا ولسمشر بارک اوباما ډاډ څرګند کړ چې بریتانیه به له اروپايي اتحادیې دوتلو لپاره انتقالي دوره په نرمۍ بشپړه کړي.
اوباما پرون جمعه په کالفورنیا کې خبریالانوته څرګنده کړه چې د بریتانیې له صدراعظم ډیویډ کامیرون سره یې ټلیفوني خبرې کړې دي.
ولسمشر اوباما وویل، له اروپايي اتحادې د وتلو په اړه د بریتانویانو پریکړې ته باید درناوی وشي.
ولسمشربارک اوباما وویل، له اروپايي اتحادیې د وتلو پرېکړه په اوسنۍ نړۍ کې د ګلوبلایزشن له نظر سره اړخ نه لګوي خو د خلکو پرېکړه د درناوي وړده.
د ولسمشر اوباما په وینا، له اروپايي اتحادیې سره د بریتانیې اړیکې بدلېږي خو له امریکا سره پر روابطو به اغېز ونه کړي.
هغه له بریتانیې سره د امریکا د اړیکو پر ځانګړتیا ټینګار وکړ او څرګنده يې کړه چې بریتانیه د امریکا د بهرني سیاست، امنیت او اقتصادي کړنلارو لپاره مهم هېواد دی.
بارک اوباما زیاته کړه:
"اروپايي اتحادیه به زموږ نه بېلېدونکی متحدوي، په ناټو کې زموږ شریکان به د نړیوال امنیت په مرکزي کړۍ کې وي، موږ په څو اونیو کې په وارسا کې، د ناټو په سر مشریزه کې سره ګورو، زموږ ګډ ارزښتونه، ډیموکراسۍ ته تعهد او ټولو انسانانوته د کار او ښه ژوند برابرولو لپاره تعهدبه زموږ اتحاد ټینګ وساتي."
ولسمشر اوباما اروپايي اتحادیه او بریتانیه هم نه بېلیدونکي شریکان وبلل او ټینګاريې وکړ چې د ناټو په تړون کې د بریتانیې غړیتوب مهم دی.
په بریتانیې کې د وروستۍ ټولپوښتنې د پایلو تر څرګندېد و وروسته، صدراعظم ډیویډ کامیرون چې په اروپايي اتحادیه کې د خپل هېواد د پاتې کېدو ملاتړی و، استعفی اعلان کړه.
ډیویډ کامیرون زیاته کړه:
"د بریتانیې خلکو له اروپايي اتحادیې د وتلو ډېره څرګنده پرېکړه وکړه او د هغوی د دې ارادې درناوی باید وشي، خو زما په فکر، په دې څوکۍ چې زموږ هېواد د اینده منزل په لوري رهبري کوي، زما پاتې کېدل مناسب کار نه دي."
ډیویډ کامیرون په اروپايي اتحادیه کې د خپل هېواد دپاتې کېدو لپاره زیات کمپاین وکړ خو پرون يې د خپل کمپاین د ماتې تر منلو وروسته هیله څرګنده کړه چې په را روانو څلورو میاشتو کې به د بریتانیې نوی صدراعظم په کار پیل وکړي.
په بریتانیه کې لږترلږه ۵۲ فیصده رایې ورکونکو له اروپايي اتحادیې د وتلو ملاتړ وکړ او ۴۸ فیصده خلکو د پاتې کېدو رایه ورکړه.
د بریتانویانو دا پرېکړه اروپايي اتحادیې ته سخته اقتصادي او سیاسي ضربه ګڼل کېږي.
د جرمني او فرانسې مشرانو هم په بریتانیه کې د ټولپوښتنې له پایلې خواشیني څرګنده کړې ده.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چې مخکې، له اتحادیې د بریتانیې د وتلو ملاتړی وو، ویلي چې له دې امله ممکنې اقتصادي ستونزې به هم حل شي.
ولادیمیر پویتن پرون د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې په دې اړه خبریالانوته وویل:
"زه توقع لرم چې له اروپايي اتحادیې د بریتانیې د وتلو رسمي پروسه به ژر پیل شي، موږ دا پېښه له نږدې څاروو او څېړنه یې کوو، هڅه کوو چې پر خپل اقتصاد له دې امله منفي اغیز کم کړو، که چیرې بازارونه او د اسعارو مارکېټونه ضربه وویني، زموږ پر تولیداتو هم اغېز کوي، خو زه باور لرم چې دا ستونزه به هم ډير ژر حل شي."
له اروپايي اتحادیې د بریتانیې د وتلو د خبرله خپرېدو سره په نړیوال مارکېټ کې د بریتانوي پونډ او ایروبیه ټېټه شوه او د تېلو په نړیوال مارکېټ کې هم نرخونه ولوېدوو.