د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

د برېتانیا د برخلیک په اړه به د ټول پوښتنې پایلې نن اعلان شي


میلیونونه بریتانویانو پرون پنجشنبې په اروپايي اتحادیه کې د خپل هېواد د پاتې کېدو یا له اتحادیې د وتلو د پریکړې لپاره په مشورتي ټولپوښتنه کې ګډون وکړ.

بریتانویانو په ۱۹۷۵میلادي کال کې د اروپايي اتحادیې په اقتصادي بلاک کې د خپل هېواد د برخلیک په اړه په ټولپوښتنه کې برخه اخېستې وه.

له هغه راهیسې، دا د اروپايي ټولنې او بریتانیې د اړیکو په اړه د خلکو د عمومي نظر غوښتنې لومړۍ بیلګه ده.

په بریتانیې کې پرون د راییو د مرکزونو په وړاندې د خلکو اوږدې لیکې ولاړې وې.

مرکزونه د شپې په لس بجو وتړل شو.

د دې هېواد صدراعظم ډیویډ کامېرون او د هغه میرمن سمنټا د ویسټ مینیستر سیمې د رایې ورکولو مرکز ته ولاړ وو او خپلې رایې یې ثبت کړې.

د بریتانوۍ ورځپاڼې ګارډین په حواله، صدراعظم کامېرون ان د هوا پر څرنګوالي خبرې ونه کړې او د خبریالانو پوښتنو ته له پام پرته، له هغه ځایه ووت.

ډیویډ کامېرون او د هغه میرمن سمنټا د ویسټ مینیستر سیمې د رایې ورکولو مرکز ته ولاړ وو او خپلې رایې یې ثبت کړې.
ډیویډ کامېرون او د هغه میرمن سمنټا د ویسټ مینیستر سیمې د رایې ورکولو مرکز ته ولاړ وو او خپلې رایې یې ثبت کړې.

په بریتانیه کې لږ تر لږه شپږ څلویښت نیم میلیونه وګړي د رایې ورکولو په شرایطو برابر وو.

د بریتانیې له خلکو غوښتل شوي وو چې په احتیاط، په اروپايي ټولنې کې د پاتې کېدو یا له ټولنې د خپل هېواد د وتلو پریکړه وکړي، ځکه په اروپايي اتحادیه کې د بریتانیې موقعیت یوازې د دې هېواد نه، بلکه د ټولې اروپا پر سیاسي او اقتصادي نقشه اغېز کولای شي.

خو په اروپايي اتحادیه کې د بریتانیې د برخلیک په اړه د دې نظر پوښتنې پایلې باید، له قانوني اړخه د عملي کېدو لپاره د بریتانیې پارلمان تایید کړي.

له دې امله د ټولپوښتنې د پریکړي عملي کېدل، د پارلمان له تایید، د قانون له نظره جبري نه دي.

پر دې اساس، دا مسئله مهمه ده چې په ابتدا کې هم په اروپايي اتحادیه کې د دې هېواد د غړیتوب پریکړه پارلمان کړې وه.

د رایېو شمېرلو لپاره۳۲۸ مرکزونه پرانېستل شوي وو.

له اروپايي اتحادیې د وتلود پلان [بریکزیت] زیات ملاتړ کوونکې د انګلستان په ختیځ کې وو چې د بیلګې په ډول، د لینکېنشایر او کېنت سیمې د یادولو وړ دي.

فاراج: له اروپايي اتحادیي وتل به بریتانیا له زیاتو ستونزو وژغوري.
فاراج: له اروپايي اتحادیي وتل به بریتانیا له زیاتو ستونزو وژغوري.

د بریتانیې د استقلال ګوند مشر نایجل فاراج په کنت کې د خپل کور شاوخوا راغونډو خلکوته وویل چې له ټولنې وتل، یا د [بریکزت] په ملاتړ رایه ورکول به دا هېواد له زیاتو ستونزو وژغوري:

نایجل فاراجزیاته کړه:

"زما په باور، د بریتانیې لپاره غوره انتخاب وتل دي او زه بلاخره دې نتیجې ورسېدم چې باید ووځو."

خو په کامبرج، لندن او اکسفورډ کې زیات خلک په اروپايي اتحادیه کې د پاتې کېدو د نظر ملاتړ کوونکې وو.

په دودیز ډول، په بریتانیه کې د دې ټولپوښتنې اخري پایلې په مانسچټر ښار کې اعلانیږي.

XS
SM
MD
LG