د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

په اروپايي ټولنه کې د بریتانیا د پاتې کېدو په اړه بېلابېلا نظرونه


د روانې میاشتې په درویشتمه نېټه به په بریتانیا کې د یوې ټولپوښتنې په ترڅ کې په اروپايي ټولنه کې د دې هېواد پاتې کیدل او یا نه پاتې کیدل وټاکل شي.

په اروپايي ټولنه کې د بریتانیا د پاتې کېدو په اړه متفاوت احساسات او نظریات موجود دي.

یو شمېر بریتانویان په اروپايي ټولنه کې د دې هېواد غړیتوب په ګټه او ځیني یې د بریتانیا په زیان بولي.

بریتانیا د هغې ټولپوښتنې په درشل کې ده چې په اروپايي ټولنه کې د دې هېواد پاتې کېدو او یا له دې ټولنې څخه د وتلو پریکړه به په کې وشي.

په لندن ښار کې چې ۹ میلیونه وګړي لري په دې اړه احساسات متفاوت دي خو له دې سره هم لندن د ګڼو هغو کسانو ځای دی چې په اروپايي ټولنه کې د بریتانیا د پاتې کېدو پلویان دي.

په اروپايي ټولنه کې د بریتانیا د پاتې کېدو یو پلوي فعال چې د لندن اوسیدونکی دی وايي:

"زموږ لپاره ښه ده چې یو ځای و اوسو. په یو ځای استوګنې به پیاوړي اوسو."

خو د اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس وايي، د رامفورډ په بازار کې کب پلورنکي ډیویډ کراسبي ته چې له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو پلوي دی، دا پریکړه د دې هېواد په مځکنیو او سمندري سرحدونو پورې تړلې ده.

ډیویډ کراسبي وايي:

"فرانسویان، پورتګالیان، سویډنیان، هالنډیان او ټول پرته له دې چې مسلکي مهارت ولري کنه بریتانیا ته راځي. ان هغوی کولای شي سواحلو ته راشي او د مهاجرت د چارو کنټرول نه شته."

د کډوالۍ مسئله په د ۲۰۱۶ میلادي کال د جون د دروېشتمې نېټې د ټولپوښتنې تر ټولو حساسه مسئله ده.

اروپايي ټولنه پر دې بنسټ جوړه شوې چې د غړېو هېوادونو اتباع یې کولای شي، په ۲۹ هېوادونو کې په ازاده توګه ژوند او کار وکړي.

په تېره یوه لسیزه کې چې دا ټولنه د پخواني شوروي هېوادنو ته پراخه شوه، سلګونه زره کسان د لویدیځ لوري ته بریتانیا او د اروپايي ټولنې نورو بډایو هېوادونو ته ولاړل.

د "لندن ښار شرکت" مشر مارک بولیټ چې د اقتصادي څانګې مشري کوي وايي:

"په مجموعي توګه اروپايي ټولنه د بریتانیا په ګټه ده. د اقتصادي خدمتونه لپاره ډېره ښه ده. ډېرکاري فرصتونه ورسره تړلي دي او د اروپايي ټولنې څخه وتل به د یو لوی خطر د منلو په معنی وي."

خو د اقتصادي بازارونو یو څیړونکی جاکي ډووال وايي:

"په دې کې چې دوی وايي، کډوالو په اقتصادي چارو کې مرسته کړې شک نه لرم، خو د ورځې په پای کې دا پیسې چېرې ځي؟"

د امي ویلسن په نوم یوه اوه ویشت کلنه بریتانوۍ وايي، ډیر هغه کسان چې له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو پلویان دي د پاخه عمر لرونکي دي او د هغوی هڅونکي هغه احساسات دي چې د دوی په ماضي پورې تړلي دي.

خو له دې ټولو سره دا چې بریتانیا په اروپايي ټولنه کې پاتې شي کنه ؟ دا به د جون د درویشتمې نیټې په ټولپوښتنه کې څرګنده شي.

XS
SM
MD
LG