د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۰

د پکتيا والي: که کورنيو چارو وزارت مو حق رانه‌کړي په زور به‌يې واخلو!


د پکتيا والي شميم خان کټوازي د نوي امنيه قوماندان د معرفي په غونډه کې ګواښ وکړ، که کورنيو چارو وزارت‌يې په عاجل ډول د ضرورتونو د پوره کېدو لپاره اقدام ونه‌کړي، په زور به خپل حقونه واخلي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل چې د پکتيا پر امنيه قوماندانۍ له بريد وروسته د کورنيو چارو وزارت دغه ولايت ته پرته له نوي امنيه قوماندان څخه هېڅ نه‎دي ورکړي.

دی وايي:

"له کورنیو چارو وزارت څخه مو دا توقع نه‎وه چې يو دومره غټ بريد به کېږي او په افغانستان کې به‌يې ساری نه‎وي، قوماندان امنيه به په‎کې شهيد کېږي، تر ۷۰ زيات نفر به په‎کې شهيدان وي، تر ۲۰۰ به زيات په‎کې ټپيان وي او ټوله قومانداني به ړنګه وي او ستاسې له‌خوا چې موږ ته څه راکول کېږي، هغه يوازې دغه امنيه قوماندان دی او بس او نور تاسې په ټول وزارت يو مېخ دې ولايت ته نه‎دی ورکړی. دوهم دا هغه څوک چې زما لاس‌يې ګرېوان ته ورلوېږي، هغه به وزير داخله وي، که په څو ورځو کې يې زموږ ضرورتونه پوره نه‎کړل او زموږ د قوماندانۍ تعمير يې بشپړ نه‌کړ دا د رئيس جمهور حکم او غوښتنه ده، نو زه د رئيس جمهور هر هدايت او حکم که په هر ډول وي عملي کوم."

دی ګواښ کوي که په عاجل ډول د دوی اړتياوې پوره نه‌شي او کورنيو چارو وزارت‌يې د ستونزو د هواري اقدام ونه‌کړي د خپلو حقونو اخيستو لپاره به له زوره کار واخلي.

دی وايي:

"وزارت داخله دومره امکانات نه‎لري چې يو ۲۰ کانېکس راروان کړي. دا له پکتيا سره د کورنيو چارو وزارت مطلق ظلم دی. شايد دا له نورو ولايتو سره هم وي. د هغوی خپل کار دی، موږ د خپلو حقونو د اخیستو لپاره اقدام کوو، اول‌يې په خوښه غواړو او که نه وو؟ بيا يې په زور هم اخلو او که نه‌وو نو بیا رئیس جمهور د زور اجازه هم راته راکړې."

يوازې والي نه‌وو چې د نوي امنيه قوماندان پاسوال ګل اقا روحاني د معرفي په غونډه کې يې د مرکزي حکومت له نه‌پاملرنې يادونه او ګېله کوله، بلکې د دغه ولايت د امنيت امر سمونوال نثار احمد عبدالرحيمزي هم وويل:

"تعميرونه نه‌شته، سيستم نه‌شته، دفترونه نه‌شته، ولې دې پرسونل شپه په يخ کې تېره کړې ده. داسې ورځ هم راغلې ده جناب معين صاحب چې د ترورېزم مدير ويلي دي چې ټوله شپه مې يخ شوی دی، جاني‌خېلو ويل چې ټوله شپه مو کوټې څڅېدلې دي، موشکې ويل خیمه کې مو پوسته وه هغه خرابه ده. موږ له وزارته مو کانېکس کانتينرونه غوښتي وو، خو يوه مياشت بعد راته هغه کانتينرونه راغلل صاحب چې موږ يوازې سامان په‌کې خوندي کړو او د دفترونو لپاره‌يې ونه‌شو کارولی عادي کانتينرونه وو."

د دوی تر خبرو وروسته د کورنيو چارو وزارت ارشد امنيتي معين مراد علي مراد وويل، د وظايفو په وېش کې يې ستونزه پيدا شوې وه او مخکې له دې چې ساړه نور هم ډېر شي په عاجل ډول به اقدام وکړي او د ده په خبره چې سر له اوسه کارونه پيل کړي.

د کورنيو چارو وزارت ارشد امنيتي معين مرادعلي مراد
د کورنيو چارو وزارت ارشد امنيتي معين مرادعلي مراد

دی وايي:

"فقط تاسو ته ډاډ درکوم چې ټولې کمبودۍ به پوره کوو لږ د وظايفو په تقسيم کې مشکل پيدا شوی وو، مخکې له دې چې هوا نوره هم سړه شي له دې لحظې وروسته چې محفل ختمېږي له ماسره د وزارت کسان راغلي، هدايت ورکوم قرارداد شوی او په عاجل ډول به د نوې امنيه قوماندانۍ لپاره ودانۍ ورغول شي، هم به د تخصيص له لحاظه او هم د وسايلو او وسايطو له لحاظه به اقدام وکړو."

والي دا ګواښ په داسې مهال کوي چې دوه مياشتې وړاندې پر امنيه قوماندانۍ بريد کې ودانۍ ويجاړه، ګڼ نور وسايل له‌منځه تللي او د کورنيو چارو وزارت لا هم د دوی لپاره د تعمير جوړېدو چارې نه‌دي پيل کړې او د وسايلو له کمبود سره مخ دي.

راپور: داود تپان

XS
SM
MD
LG