د پکتيا ولايتي ادارې، ولايتي شورا او خلکو ته د يوې غونډې په ترڅ کې نوی امنيه قوماندان پاسوال سيد ګل اقا روحاني په رسمي ډول د قوماندان په حيث ورمعرفي شو او نوموړي په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې په زړورتيا به د قوانينو پلي کېدو لپاره کار وکړي.
دی وايي:
"زه قانون تطبيقوم، د دې لپاره نه چې خدای ناخواسته زموږ ولس له موږ خپه شي، قانون به هم تطبيقوو، امنيت به هم راولو او دښمن سره به هم جنګيږو. پوليس چې له خلکو سره نږدې وو او له خلکو سره يوځای يې مبارزه او کار کاوه هم امنيت راځي او هم هر شی ښکاره وي او پټ نهپاتې کېږي."
ده له ولسونو د همکارۍ او ملاتړ د غوښتنې تر څنګ زياته کړه چې د قوانينو په پلي کېدو کې د ولسونو مشوره او همغږي ډېره مهمه ده او په ټول توان سره به د امنيتي وضعيت د ښهوالي لپاره اقدامات وکړي.
د قوماندان د معرفي په یاده غونډه کې د ولايتي شورا وکيلانو، مدني فعالانو او قومي مخورو له نوي امنيه قوماندان څخه د ځواکمن امنيت د تأمين او په امنيتي ادارو کې د همغږۍ د ايجاد غوښتنه کوله.
د امنيه قوماندان سيد ګل اقا روحاني د معرفي په غونډه کې د کورنيو چارو وزارت ارشد امنيتي معين مراد علي مراد او له کابله راغلي لوړپوړي امنيتي پلاوي هم برخه لرله.
مراد علي مراد ازادي راډيو سره په خبرو کې ومنله چې تر دې مهاله دوی په دغه ولايت کې د خپلو قطعاتو د يو شمېر ستونزو څخه ناخوښ دي او وايي هيلهيې ده چې ژر تر ژره د امنيه قوماندانۍ لپاره د ودانۍ چارې پيل او قطعات منظم شي.
دی وايي:
"تر اوسه پورې هېڅ کار نهدی شوی. نن چې ما د خپلو قطعاتو وضعيت وليده ډېر ناراضه يم، په ټولو صفوفو مې امر کړی چې په عاجل ډول خپل کارونه انجام کړي او د رسېدلو زيانونو او بيا رغونې پروګرام پلی کړي او په ډېر عاجل ډول به انشاءالله د لهمنځه تللو تجهيزاتو او نورو توکو اړوند ستونزې به هوارې شي."
د پکتيا لپاره نوی امنيه قوماندان په داسې مهال ټاکل کېږي چې نږدې دوه مياشتې وړاندې د وسلهوالو طالبانو په يوه موټر بم بريد کې د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال توريالی عبدياني ووژل شو او نږدې ۲۰۶ تنو ته په هغه مهال مرګ ژوبله واوښته.
راپور: داود تپان