د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

افغانستان کې د القاعده شبکې مهم مشر او د طالبانو د سرې قطعې قوماندان وژل شوي


افغان او امریکايي ځواکونو د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۴» وویل، په افغانستان کې د القاعده شبکې یو مهم مشر او همدارنګه په هلمند کې د طالبانو د سرې قطعې یو مهم قوماندان په وروستیو عملیاتو کې وژل شوی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، ملي اردو د ملي امنیت او نړیوالو ځواکونو سره په ګډه وړمه شپه په یو لړ عملیاتو کې د االقاعده شبکې یو مهم قوماندان عمر خطاب له ۸۰ تنه نورو ترهګرو سره وژلی دی.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل، دا عملیات په غزني، زابل او پکتیا ولایتونو کې د القاعده شبکې سره د تړلو وسله‎والو پر اهدافو شوي دي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري

جنرال دولت وزیري تېره شپه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د القاعده یو مشر چې عمر خطاب نومېده، د وسله‎وال پوځ او ملي امنیت په ګډو عملیاتو کې وژل شوی دی او ډېر شمېر نور کسان هم ورسره وژل شوي دي. ۲۷ کسان‌یې ژوندي نیول شوي، ډېر ښه عملیات او ښه بریا وه چې په‌کې د ترهګرو پنځه پټن‎ځایونه هم ویجاړ شوي دي."

تر دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت ادارې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۴» وویل، عمر خطاب چې په عمر منصور مشهور و، د ملي امنیت، ملي اردو او نړیوالو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې له ۸۰ نورو وسله‎والو سره وژل شوی دی.

د ملي امنیت د ادارې د خبرپاڼې په وینا عمر خطاب د هند په نیمه وچه کې د القاعده شبکې له رهبر عاصم عمر څخه وروسته د دې ډلې تر ټولو لوړپوړی قوماندان و.

افغان امنیتي ادارې وايي، له عمر خطاب سره په وژل شویو کسانو کې په افغانستان کې د القاعده ترهګرې ډلې مهم غړی قاسم چې په خرم کیاني مشهور و، حسن حمزه، جنید او د دغې ډلې نظامي مسؤل مصطفی، درې پنجابي وسله‎‎وال او دوه سیمه‎ییز طالبان هم شامل دي.

د دفاع وزارت ویاند ښاغلي وزیري په دې اړه چې د القاعده دا مشر او نور ملګري یې دقیقاً چېرې په عملیاتو کې وژل شوي؟ له معلوماتو ورکولو څخه ډډه وکړه، خو ویې‌ویل چې په زابل، غزني او پکتیا کې د القاعده شبکې او ورسره تړلو وسله‎والو پر پټن‎ځایونو عملیات شوي او دا ټول کسان په همدې درې ولایتونو کې د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.

القاعده شبکه په افغانستان کې د پردې تر شا فعالیتونه لري.

د فرانسې خبري اژانس په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د یوې اعلامیې په حواله ویلي:

"عمر خطاب د افغان او نړیوالو ځواکونو سره په مستقیمو جګړو کې ښکېل و او همدارنګه‌یې وسله‎والو طالبانو ته د درنو وسلو لکه هاوان او توغندیو د کارولو او د شپې له‎خوا د بریدونو د ترسره کولو په برخه کې روزنه ورکوله."

د ناټو د قاطع ملاتړ د مأموریت قوماندان جنرال جان نېکلسن
د ناټو د قاطع ملاتړ د مأموریت قوماندان جنرال جان نېکلسن

په اعلامیه کې په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ د مأموریت د قوماندان جنرال جان نېکلسن له خولې ویل شوي:

"دا عملیات په تېر یو کال کې د افغان ځواکونو رښتینې پیاوړتیا او وده څرګندوي."

د دفاع وزات ویاند جنرال وزیري وویل، القاعده شبکه په افغانستان کې د پردې تر شا فعالیتونه لري او نورو وسله‎والو ډلو ته روزنه او ملاتړ برابروي چې له دې عملیاتو سره به‌یې فعالیتونه تر ډېره کمزوري شي.

دی وايي:

"دا ډله چې د دوی وژل شوی، په ځانګړي توګه د عمر خطاب وژل کېدل چې په دې سیمه کې د القاعده مشر و، له ده سره نور هم ډېر مهم کسان وژل شوي، له دې سره د دوی فعالیتونه تر ډېره کمزوري کېږي."

د القاعده د دې سیمه‎ییز مشر وژل کېدل تر اوسه په خپلواکه توګه نه‎دي تائید شوي.

بل‎خوا امریکايي ځواکونو په هلمند کې د ملا شاه ولي په نوم د طالبانو د "سرې قطعې" د یو مهم قوماندان د وژل کېدو پخلی هم کړی دی.

د فرانسې خبري اژانس د امریکايي ځواکونو د یو ویاند په حواله وايي، ملا شاه ولي د تېرې جمعې په ورځ په هلمند کې په یو هوايي برید کې د خپل مرستیال او درې نورو کسانو سره وژل شوی دی.

XS
SM
MD
LG