دی وايي، تر دې مهاله مرکزي حکومت په پکتيا کې د شويو ټولو لويو پېښو د څېړنو پايلې نهدي اعلان کړي چې پر اساسيې وخت پر وخت ګڼې امنيتي ستونزې پيدا شوې دي.
منګل زياتوي که مرکزي حکومت په تېرو پېښو کې د شويو څېړنو نتايج اعلان او ځيني مربوط هغه مسؤلينيې د غفلت په تور عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي وی، ښايي وروستۍ پېښې نهوی ترسره شوې.
يو ځل بيا تاج محمد منګل وايي:
"هر هغه چا چې په دغې پېښه کې د امنيه قوماندانۍ په داخل کې غفلت کړی وي، لطفاً دې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي او دندې دې وځنډول شي تر څو په راتلونکي کې د داسې ډول لويو پېښو مخنيوی شوی وي. که مخکېنۍ څېړنې اعلان او عاملينيې نيول شوي وی، ښايي دا پېښې نهوی تکرار شوې."
يوازې د ولايتي شورا يو يا دوه وکيلان دا نظر نهلري د دې شورا ډېره برخه وکيلان په امنيه قوماندانۍ د شوي بريد د څېړنو په اړه د حکومت اعلان ته په تمه دي او تر څنګيې د جانيخېلو د سقوط او له هغه مخکې پر امنيه قوماندانۍ او زون قوماندانۍ د بريدونو د څېړنو د اعلان غوښتنه هم کوي.
د پکتيا پر امنيه قوماندانۍ د بريد د څېړنو په اړه د کورنيو چارو وزارت ارشد امنيتي معين مراد علي مراد وايي، د دوی تحقيقات روان دي او مخکې له وخت څخهيې په اړه څه نهشي ويلی.
د کورنيو چارو وزارت ارشد امنيتي معين مرادعلي مراد
دی وايي:
"تحقيقات تر اوسه پورې ادامه لري، زه نهشم کولای چې مخکې له مخکې څه ووايم، انشاءالله نتيجهيې په لاس راځي او د خلکو، حکومت او د امنيتي ځواکونو قناعت به حاصل کړي."
د ده په خبره د دوی د څېړنو نتيجې به ژر ولسونو، ولايتي شورا او ولايتي ادارې ته په واک کې ورکړل شي او په پېښه کې د پړو کسانو په اړه به اقدامات وکړي.
د يادونې وړ ده چې د روان ۲۰۱۷ ميلادي کال د اکټوبر مياشتې په ۱۷مه نېټه د پکتيا په مرکز ګردېز کې پر امنيه قوماندانۍ وسلهوالو طالبانو ډلهیيز ځانمرګي بريدونه وکړل چې په پايله کې يې د امنيه قوماندان مل پاسوال توريالي عبدياني په ګډون ۲۰۶ تنو نظامي او ملکي کسانو ته مرګ ژوبله او ګڼ مالي زيانونه واړول.