د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۴

ګردېز کې د کابل او خوست لویه لاره مظاهره‌چیانو تړلې


د پکتیا مرکز ګردېز بنوزیو اوسېدونکو د یوې مظاهرې په ترڅ کې د کابل خوست لویه لار وتړله او وايي، تر هغو به یې مظاهره دوام ولري چې د دوی حق نه وي ورکړل شوی.

تېره ورځ د پکتیا والي شمیم خان کټوازي او ولایتي ادارې د ګردېز بنوزیو په سیمه کې د ښار ګوټي پلان پلي کېدو په خاطر د خلکو ولاړې کلاوې ړنګې کړې او رسنیو ته په خبرو کې یې وویل چې دوی به د حکومت پلان تطبیق کړي او ځمکې به له غصبه خلاصې کړي.

مظاهره چیان وايي، مظاهره به یې تر هغو دوام ولري او د خوست کابل لویه لار به تړلې ساتي چې مرکزي او ولایتي ادارې یې ستونزه په بنسټيز ‌‌‌‌‌‌ډول حل کړي نه وي.

مظاهره چیان
مظاهره چیان

مظاهره چیان د پکتیا والي او ښاروال ضد شعارونه ورکوي او د دوی له لوري د بنوزیو پهځمکو کې د کورونو ړنګولو اقدام په ځان ظلم ګڼي زیاتوي تر هغو چې ستونزه یې حل شوي نه وي او اسنادو ته یې نه وي کتل شوي له مظاهرو څخه نه لاس په سر کېږي.

تېره ورځ پکتیا والي شمیم کټوازي رسنیو ته په خبرو کې څرګنده کړه چې د خلکو حق وي و رکوي یې او که نه وي کورونه یې نړوي او د حکومت غصب شوې ځمکې د خلکو څخه خلاصوي.

مظاهره دوام لري او نور جزئیات وروسته...

XS
SM
MD
LG