د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

راپور: د روان کال اکټوبر په افغانستان کې تر ټولو مرګونې میاشت وه


د افغانستان د ملي دفاع وزارت د امنیت د خرابوالي له امله، د ملکي تلفاتو د شمېر د لوړېدو په اړه د راپورونو په ځواب کې وايي، وسله‌والو طالبانو سږ دوبی د ولایتونو د نیولو پلان درلود او حملو ته‌يې شدت ورکړی و، خو ناکام شوو.

پژواک خبري اژانس، پرون دوشنبه په یوه راپور کې وویل چې په افغانستان کې یوازې په اکټوبر میاشت کې ۲۵۰۰ وګړي په وسله‌والو حملو او چاودنو کې وژل شوي یا زخمیان شوي دي.

د راپور پر اساس، د روان میلادي کال اکټوبر میاشت په افغانستان کې له ډېرو خونړیو میاشتو وه، په اکټوبر کې په ټول افغانستان کې لږ تر لږه ۱۶۹ حملې شوې دي.

په راپور کې نه‌دي ویل شوي چې په وژل شویو کسانو کې څومره ملکي وګړي وو.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وویل، دا شمېره نه‌شي تائيدولی، خو له ردولو یې هم ډډه وکړه.

هغه له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل، وسله‌والو سږ کال ډېرې حملې وکړې، خو له ماتې سره مخامخ شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

دولت وزیري زیاته کړه:

"سږ څړمنی او په دوبي کې، د جګړې شدت یا د دښمن حرکتونه ډېر شوي وو، هغوی غوښتل چې څو ولایتونه ونیسي او خپل مرکزونه له پاکستانه د افغانستان خاورې ته راولېږدوي، د دښمن حرکتونه زیات وو او جګړه شدیده وه، موږ ته تلفات ورسېدل او واقعاً، زیات ملکي وګړي ووژل شو، خو د دښمن تلفات څو برابره زیات وو."

د ملي دفاع وزارت ویاند زیاته کړه چې د کندهار په میوند ولسوالۍ او د پکتيا په مرکز ګردېز کې د وسله‌والو حملو د اکټوبر په میاشت کې د تلفاتو شمېر لوړ کړ.

پژواک خبري اژانس ویلي چې په اکټوبر میاشت کې په افغانستان کې ۸ انتحاري حملې، ۸۰ مخامخ وسله‌والې نښتې، ۲۰ هوايي حملې، ۱۹ بمي چاودنې او ۴۱ هدفي حملې شوې دي.

په راپور کې راغلي چې په اکټوبر کې زیاتې حملې په پکتیا، غزني، کندهار، ارزګان او کابل کې شوې دي.

تر دې راپور مخکې، د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د مصارفو د څارونکي دفتر یا سیګار ویلي وو چې په جګړه کې د افغانستان د پوځ د تلفاتو شمېر اوس پټ ساتل کېږي.

خو د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري دا خبر رد کړ.

وزیري بېګا ازادي راډیو ته وویل:

"پخوا داسې و چې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت به زموږ د ځواکونو د تلفاتو شمېر سیګار او نورو اژانسونو ته ورکاوه، خو وروسته داسې پرېکړه وشوه چې هغوی د خپلو تلفاتو شمېر څرګند کړي او موږ خپل څو تېروتنې ونه‌شي، یعنې موږ د خپلو تلفاتو خبر نه‌پټوو."

د دفاع وزارت د ویاند په وینا، په وروستیو څو میاشتو کې د وسله‌والو حملو د زیاتېدو دلیل دا و چې وسله‌وال طالبان په بېلابېلو جبهو کې مات شوي او انتحاري حملو او چاودنو ته‌یې زور ورکړی و.

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر په اکټوبر میاشت کې په یوه راپور کې وویل چې د روان میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې لږ تر لږه ۲۶۴۰ تنه وژل شوي او ۵۳۷۰ تنه زخمیان شوي دي.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ وکړ چې د ملکي وګړو امنیت ته پام وکړي.

XS
SM
MD
LG