د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

سوپکو: واشنګټن د افغان دفاعي ځواکونو د تلفاتو د معلوماتو د پټولو موافقه کړې


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت سرمفتش وايي چې واشنګټن د افغان ملي دفاعي ځواکونو د تلفاتو په اړه د معلوماتو له پټولو سره موافقه کړې ده.

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د حکومت سرمفتش جان سوپکو وايي، امریکايي پوځیانو ده ته ویلي دي چې د افغان ځواکونو تلفات په افغانستان پورې اړه لري او افغان حکومت غواړي په دې اړه معلومات محرم پاتې شي.

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د حکومت سرمفتش جان سوپکو
د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د حکومت سرمفتش جان سوپکو

ښاغلي سوپکو د دوشنبې په ورځ پر دې پرېکړه انتقاد وکړ او ویې ویل چې دا کار ښايي د افغانستان د بیارغونې په یوه مهم سکټور کې د بریاوو او ناکامیو څېړنه له خنډ سره مخامخ کړي.

سیګار په خپل یوه مخکني راپور کې د روان کال په لومړیو کې له طالبانو او نورو وسله والو ډلو سره د جګړې په ډګر کې، د افغان ځواکونو مرګ ژوبله بوږنوونکې او د اندېښنې وړ بللې وه.

خو د افغانستان دفاع وزارت وايي، د امریکا له پوځي مشرانو سره داسې موافقه شوې چې افغان پوځ به د خپلو تلفاتو راپور ورکوي او د امریکا پوځ به د خپلو هغو.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په جګړو او ترورېستي حملو کې د وژل شویو او ټپي سرتېرو د دقیق شمېر په اړه معلومات په خپل وخت رسنیو ته ورکړل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

ښاغلي وزیري وویل:

"د غوڅ ملاتړ له ماموریت سره زموږ تفاهم دا دی چې هغوی خپل تلفات اعلانوي او موږ خپل، موږ خپل تلفات پټ نه ساتو، کله چې په کندهار کې کومه پېښه کېږي، موږ په هغه ساعت او دقیقه خپل معلومات له رسنیو سره شریکوو او که کله د تلفاتو د شمېر په اړه په معلوماتو کې ځنډ راځي، نو علت یې دا وي چې یا جزییات روښانه نه وي، یا معلومات راسره نه وي، خو کله چې معلومات ترلاسه کړو، اړوند معلومات له رسنیو سره شریکوو."

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت سرمفتش جان سوپکو همداراز یادونه وکړه چې دا دوهم ځل دی چې متحدایالات د افغان ځواکونو د تلفاتو د حقیقي شمېر له محرم ساتلو سره مخالفت کوي.

د جان سوپکو په وینا، د امریکا پوځ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۵ میلادي کال کې هغه مهال چې د امریکا او ناټو ډېره برخه ځواکونه له افغانستانه د وتو په حال کې وو، هم له دې پرېکړې سره مخالفت کړی و.

ښاغلي سوپکو په افغانستان کې د متحدایالاتو له مالي مرستو د کار اخېستو په اړه په خپل راپور کې همداراز وویل چې له ۲۰۰۲ میلادي کال په را وروسته موده کې، د امریکا له ۱۲۱ میلیارد ډالرو لګول شویو مالي مرستو څخه، په سلو کې ۶۰ د افغان ملي دفاعي ځواکونو پر رغونه لګول شوي دي.

XS
SM
MD
LG