د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۷

دفاع وزارت د وژل شویو سرتېرو د مېرمنو په اړه د سیګار راپور رد کړ


د افغانستان دفاع وزارت د سیګار هغه راپور رد کړ چې د وژل شویو افغان سرتېرو له مېرمنو نه د تقاعد او معاش د ورکړې په بدل کې جنسي استفاده کېږي.

د دفاع د وزارت مرستیال اقبال علي د شنبې په ورځ په کابل کې په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل هغه څېړنې چې په تېرو لسو ورځو کې شوې داسې کوم مورد په کې نه دی موندل شوی.

خو په خبره یې د دوی څېړنې روانې دي او که چېرې داسې څه ثابت شول، له تورنه کسانو سره به قانوني چلند وشي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ هغه څېړنې چې له لسو ورځو ډېر مو په قول اردو ګانو او د مرکزي اردو په قطعاتو کې کړي، داسې اجرأت چې د قانون خلاف وي، نه مو دي لیدلي."

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سر مفتش يا سیګار ادارې په خپل يوه راپور کې لیکلي، هغه افغان سرتېري چې په جګړو کې وژل شوي، د دوی له مېرمنو څخه د تقاعد د معاش د ورکړې په بدل کې، د افغان امنیتي ځواکونو د منسوبینو له خوا جنسي استفاده کېږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر ویس احمد برمک د سیګار ادارې په وروستي راپور په یوې غونډه کې اوښکې تویې کړې.

ویس احمد برمک دغه راپور ټکان ورکوونکی وباله او د کورنیو چارو وزارت د پېژندتون او شهیدانو په ریاستونو کې یې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

بل خوا د ولسمشر د ویندوی د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي ویلي چې په يو شمېر دولتي ادارو کې په وحشتاک ډول ستونزې موجودې دي، خو نوموړي په دې برخه کې پر اصلاحاتو ټینګار کړی.

په دفاع وزارت کې د ښځو شورا رئیسه وايي په دې اړه د وژل شویو سرتېریو له کورنیو سره مرکې وشوې، خو داسې څه یې نه دي موندلي چې د سیګار راپور تائید کړي.

ډګروال مزاري اماني چې په همدې خبري غونډه کې یې خبرې کولې وویل، د فاع وزارت کې د وژل شویو سرتېرو د کورنیو ستونزې پر خپل وخت هوارېږي.

نوموړې زیاته کړه:

"د شهیدانو د وارثینو په اړه چې کوم خبر خپور شوی، موږ هغه په کلکه ردوو، د افغانستان په اردو کې هیڅ داسې څه نشته، موږ د شهیدانو له وارثینو سره خبرې وکړې، د شهیدانو، ښځې، میندنې او خویندې چې زموږ مدیریت ته مراجعه کوي او ستونزې موږ سره ثبت کېږي، په کم وخت کې حل کېږي."

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي، د سیګار ادارې له چارواکو سره په خبرو کې هغوی ورته ویلي چې راپور په خپله اصلي بڼه نه ده خپور شوی او له دغه راپور څخه هدف دا و چې د وژل شویو کورنیو له وارثینو سره ښه چلند وشي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG