د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۹:۳۱

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر د سیګار په راپور اوښکې توی کړې


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست، د سیګار وروستی راپور ټکان ورکوونکی وباله او د دغه وزارت د پېژندتون او شهیدانو له ریاست څخه یې، د اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړې سر مفتش يا سیګار ادارې په وروستي راپور اوښکې توی کړې.

ویس احمد برمک چې د پولیسو قربانیو ته د درناوي په ناسته کې یې ګډون کړی و، دغه راپور ټکان ورکوونکی وباله او د کورنیو چارو وزارت د پېژندتون او شهیدانو په ریاستونو کې یې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

ښاغلي برمک زیاته کړه:

"لعنت په هغه پولیس او انسان چې د افغان شهیدانو له کورنیو څخه ناوړه غوښتنې کوي، دا ډېر ټکان ورکونکې خبره، د پېژندتون او شهیدانو ریاستونو کې باید اصلاحات راشي. "

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سر مفتش يا سیګار ادارې په خپل يوه راپور کې لیکلي، هغه افغان سرتېري چې په جنګونو کې وژل شوي، د دوی له مېرمنو څخه د تقاعد د معاش د ورکړې په بدل کې، د افغان امنیتي ځواکونو د منسوبینو له خوا جنسي استفاده کېږي.

د ولسمشر د ویندوی د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي ویلي چې په يو شمېر دولتي ادارو کې په وحشتاک ډول ستونزې موجودې دي، خو نوموړي په دې برخه کې په اصلاحاتو ټینګار کړی.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري هم ویلي چې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست د يادې موضوع د څېړلو لپاره يو پلاوی ټاکلی دی.

د سیګار راپور په ټولنیزو رسنیو کې هم ډول ډول غبرګونونه راپارولي او د ټولنیزو رسنیو زیاتره کاروونکو د وسله وال ځواک د منسوبینو دغه عمل شرموونکی بللی دی.

د يادونې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني په کراتو د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیانو له کورنیو څخه د حکومت د ملاتړ خبره کړې ده.

د چارو شنونکی بشیر بېژن
د چارو شنونکی بشیر بېژن

په ورته وخت کې د چارو شنونکی بشیر بېژن وايي، په يادې موضوع يوازې افسوس کول کافي نه دي، باید په دې برخه کې لازم اقدامات وشي:

"د افسوس او اوښکو تویولو پرځای باید جدي اقدامات وشي چې بد اخلاقه او له ناموس څخه بې خبره خلک ترې عبرت واخلي، که چېرې دوی اقدام نه کوي، نو بیا د حکومت مسؤلین هېڅ يوې موضوع ته پابند نه دي. "

ښاغلی بېژن وايي، د داسې وضعیت دوام له يوې خوا د دې لامل کېږي چې په وسله والو ځواکونو د خلکو بې اعتمادي زیاته او له بله پلوه افغان ځواکونه خپلې دندې پرېږدي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG